د ملکې الېزابت د مړي درناوي ته خلک څو کیلو مټره لیکو کې ولاړ دي

د ملکې مړي لیدو ته د خلکو کتارونه

د عکس سرچینه، PA Media

د خپرېدو وخت

د تېرې ورځې راهیسې زرګونه کسان لندن کې د بریتانیا ملکې دویمې الېزابت مړي لیدو او درناوي ته ور روان دي.

د ملکې مړي لیدو ته پر لیکه د ولاړو کسانو شمېر شېبه په شېبه زیاتېږي او اوس د دغه کتار اوږدوالی شاوخوا ۴،۸ کیلو مټرو ته رسېدلی.

د خلکو ګڼې ګوڼې ته په کتو داسې اټکل کېږي چې دا لیکه به لا نوره به هم پسې وغځېږي.

د هغو کسانو لپاره چې غواړي په مجازي ډول د ملکې مړي ته درناوی وکړي، یوه ویډیو هم لګېدلې چې وېست منسټر هال کې د هغې ایښودل شوی تابوت پکې ښکاري.

د بریتانیا د ملکې دویمې الیزابت مړی پرون چارشنبه له غرمې وروسته د لندن له بکېنګهم ماڼۍ وېسټ مېنسټر هال ته ولېږدول شو او له هغې وروسته ډله ډله خلک د نوموړې درناوي ته ور روان دي.

ملکې لیدو ته ولاړ خلک

ویل کېږي چې ټوله شپه خلک په دغو کتارونو کې د ملکې د مړي درناوي ته په تمه وو.

کتار کې د ولاړ یو کس په وینا:" دا وروستی فرصت دی چې د ملکې د ټولو هغو کارونو درناوی وکړو چې خپل وطن لپاره یې کړي دي."

ټاکل شوې چې پاچا چارلس او ملکه به وروسته ساندرینګهم کې وي او له نېږدي به د هغو کسانو لیدنه کوي چې د ملکې درناوي ته د ګلانو ګېډۍ راوړي.

ټاکل شوې چې د ملکې مړی به په وېسټ منسټر هال کې څلور ورځې ایښې وي . د جنازې وروستي دولتي مراسم د سپتمبر پر ۱۹مه د سهار ۱۱ بجې پیلېږي چې ګډونوال به یې تابوت تر وېنزر ماڼۍ پلی بدرګه کړي.

ملکه دویمه الېزابت به وېنزر کې د پاچا شپږم جورج یادګاري کلیسا کې خاورو ته سپارل کېږي.‌