د بريتانيا شاهي ماڼۍ د ملکې الېزابت مړينه اعلان کړه

د بریتانیا ملکه الیزابیت دویم چې پر خپل هېواد یې ۷۰ کاله واکمني وکړه، د ۹۶ کالو په عمر په بالمور سیمه کې مړه شوه. نوموړي په سکاټلنډ کې په خپل یوه جایداد بالمورال کې چې د سږ دوبي ډېر وخت یې پکې تېر کړ، د پنجشنبې پر ماسپښین مړه شوه.
ملکه په ۱۹۵۲ کال کې د بریتانیا پر پلاز کېناسته. د نوموړې زوی چارلس وايي، د ګرانې مور د مړینې شېبه ده ته، ټولې کورنۍ ته د درانه غم وه او دا چې د نوموړې مړینې له کبله رامنځته شوې تشه به په ټوله نړۍ کې له 'ژور احساس سره ' موجوده وي.

د عکس سرچینه، PA Media
نوموړي زیاته کړه: زه پوهېږم د هغې نشتوالی به په ټول هېواد، قلمرو، مشترک المنافع هېوادونو او د نړۍ لر او بر کې د میلیونونو خلکو له خوا محسوس شي. د بریتانیا شاهي ماڼۍ بکینګهم پیلس مسوولین وايي، پاچا چارلس او مېرمن یې کامیلا چې اوس کوین کنسورټ حیثیت لري، د جمعې پر ورځ لندن ته ځي.
د شاهي کورنۍ مشران غړي پرون له هغه وروسته په بالمورال کې یو ځای شول، چې ډاکترانو د ورځې په پیل کې د ملکې د روغتیايي وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه.
کله چې ډاکترانو د ملکې طبي څارنه پیل کړه، د هغې ټول اولادونه ابیردین سیمې ته نژدې بالمورال جایداد کې د ملکې استوګنځي ته ورغلل.
لومړۍ وزیرې لیز ټرس چې تېره سې شنبه د ملکې له لوري پر دنده وګومارل شوه وايي، ملکه هغه بنسټ وه، چې معاصره بریتانیا پرې ودانه شوه، ''هغه څوک چې موږ ته یې زموږ د اړتیا ټیکاو او قوت راکړ ''
د نوي پاچا په هکله د خبرو لړ کې نوموړې وویل: ''موږ هغه ته خپله وفاداري او عقیدت وړاندې کړي، کټ مټ هغسې چې د ده مور تر ډېرو پورې ډېرو سره درلودل. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا مشرې په توګه د ملکې الیزابیت په دوره کې بریتانیا له نړیوالې جګړې راووته، مستعمره سیمې یې په مشترک المنافع تظیم کې خپلواک هېوادونه شول، سړه جګړه پای ته ورسېده، بریتانیا له اروپايي ټولنې سره یو ځای او بېرته ترې ووته.
د ملکې الیزابیت په واکمنۍ کې بریتانیا کې ۱۵ لومړي وزیران وټاکل شول، چې له ونسټن چرچل (زېږد ۱۸۷۴) نیولې بیا ۱۰۱ کاله وروسته ۱۹۷۵ کې زېږېدلې لیز ټرس پورې لومړي وزیران پکې شامل دي. ملکې الیزابیت به د خپلې واکمنۍ په ټوله موده کې له خپلو لومړیو وزیرانو سره هره اونۍ حال اخیست.
د ملکې د مړینې خبر له اورېدو سره سم په لندن کې د شاهي ماڼۍ بیکینګهم پیلس مخې ته ویرجن خلک راټول شوي دي. له ځايي وخت سره سم تېر ماښام شپږ نیمې بجې پر دغه ماڼۍ ځوړند یونین جېک بیرغ نیم ځوړند او د ملکې مړینې اعلان یې پر دروازه وټومبل شو.
د ملکې له مړینې سره د هغې لمسی شاهزاده ویلیم او مېرمن یې کیتهراین د ډیوک او ډچز اف کیمبریج، او کارنیوال حیثیت خپل کړ.

د عکس سرچینه، Tim Graham/PA
ملکه الېزابت الکساندرا مېري وینډسر د لندن په میفر کې د ۱۹۲۶ کال د اپرېل پر ۲۱ زېږدلې وه. ډېره لږه وړاندوینه کېدله چې هغه به ملکه شي خو د ۱۹۳۶ په دسمبر کې د هغې تره ایډورډ اتم د پاچاهۍ له تخته د دې لپاره کوز شو چې له دوه ځلې طلاقې شوې امریکایۍ والېس سېمپسن سره واده وکړي.
د الېزابت پلار جورج شپږم پاچا شو او لیلیبېت په لس کلنۍ کې پخپله کورنۍ کې د تاج او تخت وارثه شوه.
درې کاله بریتانیا له نازي المان سره په جګړه کې ښکېل شوه. الېزابت او د هغې کشره خور شهزادګۍ مارګاریت د جګړې ډېره موده په وینډسر ماڼۍ کې تېره کړه ځکه چې مور او پلار یې هغه واړندیزونه رد کړل چې ګواکې کاناډا ته دې کډه شي.
کله چې الېزابت ۱۸ کلنه شوه نو پنځه میاشتې یې د بریتانوي ځواکونو د سیمه ييزو خدمتونو او مرستو په ښځينه څانګه کې پنځه میاشتې تېرې کړې او هلته یې د ګاډو د ماشینونو جوړولو تخنیک او موټرچلول زده کړل.
هغې وروسته ویل، "ما د پوځ په روحیه باندې پوهېدل زده کړل چې څنګه له ستونزو سره مبارزه کوي."
د جګړې پر مهال هغې له خپل درېیم تره زوی فیلېپ سره لیکونه تبادله کړل چې د یونان شهزاده او هغه مهال یې په شاهي سمندري ځواکونو کې خدمت کاوه. د دوی مینه وغوړېدله او دواړو د ۱۹۴۷ کال د نومبر پر ۲۰ نېټه په ویسټ مېنسټر کې واده سره وکړ. له دې سره فیلېپ د اېډنبرا شهزاده لقب ترلاسه کړ.



















