امریکا د افغانستان کنګل شویو شتمنیو د ساتلو او لګولو لپاره ځانګړی صندوق اعلان کړ؛ طالبان به ورته لاسرسی نه لري

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په دې هېواد کې د افغانستان له کنګل شویو شتمنیو به ۳ نیم میلیارده ډالر د 'افغان فنډ' په نامه یو نوي جوړ شوي صندوق ته سپاري.

دا دریم ګړی صندوق د امریکا او سویس حکومتونو لخوا او د یو شمېر افغانو اقتصادي کارپوهانو په مشوره جوړ شوی، او د سویس د (بي آی اېس) بانک سره به بانکي حساب ولري.

د امریکا حکومت ویلي، په دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو هوارولو لپاره لګول کېږي، خو د طالبانو حکومت به ورته مخامخ لاسرسی ونلري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په راتلونکي کې به د افغانستان هغه شتمنۍ هم دې صندوق ته لېږدول کېږي چې له امریکا بهر نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.

د دې شتمنۍ د لګولو واک به له یوې 'تضمین کوونکې شورا' سره وي. په دې شورا کې د امریکا د حکومت یو استازی، د سویس حکومت یو استازی او همدا راز دوه افغان اقتصادي کارپوهان شامل دي.

بي بي سي ته مالومه شوې چې په دې افغاناانو کې د سوداګرۍ پخوانی وزیر انور الحق احدي او د افغانستان بانک د بورډ پخوانی غړی شاه محمد مهرابي شامل دي. ‌

افغان طالبانو تر اوسه د دې نوي صندوق یا فنډ جوړېدو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ باید د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

خو د امریکا حکومت استدلال کوي چې د افغانستان بانک دا مهال د طالبانو له سیاسي نفوذه ازاد نه دی،‌ او د مالي چارو د تنظیم مسلکي‌ وړتیا هم نه لري، نو ځکه دوی پرې اعتبار نشي کولی.

یاده دې وي چې د افغانستان بانک نږدې ۷ میلیارده ډالر دا مهال د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي.

د امریکا حکومت پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا شتمنۍ کنګل کړې او اجازه یې ورنکړه چې یاده ډله دې پیسو ته لاسرسی ولري

خو تېره فبرورۍ میاشت کې ولسمشر جو بایډن د یو اجرائیوي فرمان له مخې اعلان وکړ چې د دې شتمنۍ نیمایي برخه د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې لپاره لګول کېدای شي.

دا صندوق به څنګه چلول کېږي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي،‌ د 'افغان فنډ' په نامه دې مالي صندوق کې به د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ۳ میلیارده ډالر ساتل کېږي، او د افغانستان د اقتصادي ثبات په موخه به د ځانګړو اهدافو لپاره لګول کېږي.

د صندق 'تضمین کوونکې' شورا به دا پرېکړه کوي چې دا شتمنۍ د کومو مقاصدو لپاره لګول کېدای شي، خو په ټوله کې یې موخه دا ده چې افغانستان کې د اقتصادي بحران مخه ونیول شي او د افغان دولت نړیوال پورونه هوار شي.

طالبان د دې صندوق برخه نه دي او لاسرسی ورته نه لري،‌ او د امریکا حکومت وایي، د دې تضمین به کېږي چې دا شتمنۍ په ناقانونه چارو ونه لګېږي.

‌د سویس 'بي ای اېس' بانک یوه نړیواله اقتصادي‌ اداره ده چې ګڼو حکومتونو او مالي ادارو ته د بانکدارۍ او نورو مالي برخو کې خدمات وړاندې کوي.‌

د امریکا حکومت ویلي،‌ تر هغې به د افغانستان مرکزي بانک ته د دې هېواد کنګل شوې شتمنۍ نه سپاري چې دې بانک یو لړ شرطونه نه وي پر ځای کړي.

امریکا غواړي چې د افغانستان بانک د طالبانو له سیاسي نفوذه ځان ازاد کړي، د پیسو د قاچاق د مخنیوي لپاره مناسب میکانیزم رامنځته کړي او همدا راز یو ازاد او نړیوال (دریمکړي) څارونکي ته اجازه ورکړي چې چارې یې وڅاري.