تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې د حجاب پر سر له جنجال وروسته څه پېښ شوي؟
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي هرات
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.
دا نیونې د هرات د ځایي چارواکو په وینا د بې حجابۍ په تور شوې وې، د دغو نیونو له امله په هرات کې لاریون وشو چې په کې ډزې وشوې او د دوو کسانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي وو. تر دې وړاندې یوناما ادعا کړې وه چې په هرات کې ۳۰مېرمنې نیول شوې دي ، هغه مهال طالبانو له نیونو انکار کړی و.
یو شمېر ښځو بي بي سي ته ویلي، وروستیو پېښو یوه داسې وېره د خلکو په منځ خپره کړې چې مېرمنې د خپل حجاب او د اړتیا له مخې د بهر ګرځېدو پر مهال ډاډمنې نه دي او نه پوهېږي څه ډول جامې واغوندي.
هرات کې د ګڼې ګوڼې له یوې سیمې د ښځو د حجاب پر سر جنجال راپورته شوی و، د ښار د لیلامي کوڅه چې د جون لومړۍ اوونۍ کې په کې ۱۹ مېرمنې د بې حجابۍ په تور ونیول شوې...ولایتي چارواکي وايي، نیول شوې مېرمنې د کورنیو له ضمانت وروسته پرېښودل شوې.
خو د ښار یوې لېرې پرتې څنډې، ۱۳ مه حوزه کې یې خبره تر تاوتریخوالي ورسوله چې نښې یې اوس هم شته، د هټیو ماتې ښېښې چې ښکاري د ټوپک ګولۍ ترې وتلي.
د هرات ښار د جبرئیل سیمه کې، لاریون پر لوی واټ پیل شو او بیا یو تنګې کوڅه کې پر لاریونوالو ډزې وشوې. د پېښې له ځایه څو ګامه وړاندې۶۰ کلن محمد حسن پر لاس ګاډي سابه او مېوه پلوري، خو دننه په کاله کې ورته یو درد پروت دي. د هغه۱۱ کلن زوی یې چې د لاریون پر مهال پر ورانه ټپي شوی.
هغه وايي:" لاس ګاډی یې تر شا پرېښی وو، دی خو ماشوم دی نه پوهېږي، د لاریون لیدو ته ورغلی وو. سخت وېریدلی وو، ځکه لومړی یې پښه لګېدلې وه او بیا پر ځمکه لوېدلی وو."
له لاریونه دا دی اوونۍ اوړي خو لا هم په خلکو کې وېره خپره ده.
یوې مېرمن راته د هغو شېبو د نکل وکړ:" موږ ډېر وېرېدلي یوو، په هماغه جمعه خو بیخي له کوره بهر ونه وتلو، څو ځله مو وغوښتل چې بهر لاړ شو خو ومو لیدل چې ټوله سیمه له پوځي کسانو ډکه وه. وېره خپره وه، موږ هم له کوره ونه وتلو. همدا پرون هم کوم شي پسې بهر تللې وم، ومې لیدل چې ښځي اصلا په عامه ځایونو کې نه لیدل کېږي. څوک چې بهر هم وځي نو محرم ورسره وي او دا د هغو ښځو لپاره چې کار او بار کوي، هیلې او ارمانونه لري، ډېره ګرانه ده."
یوې بلې مېرمنې ته چې موږ یې نوم نه اخلو، د خپل حجاب اړوند پوښتنه راولاړه شوې چې له کوره په کومه بڼه جامه کې ووځي، که څه هم د دې ولایت والي ویلي چې ښځې په حجاب او دودیز څادر نماز کې له کوره وتلی شي. دا مېرمن وايي " دا چې په دې وروستیو کې یې ښځې نیولي دي نو نور هم له بهر وتلو وېږېږي خو بیا هم اړې یوو چې بهر ووځو، یا یو څه پېرو یا باید کوم ځای ته ولاړې شو، وځو، خو بیا هم هره ورځ وېرېږو چې ښايی یو کس راشي او ومو نیسي او له ځان سره مو بوځي، داسې حال کې چې حجاب هم لرو، ټېکړی مو په سر دی، ویښتان مو نه ښکاري، ماسک هم لرو، خو بیا هم وېره شته."
دې سیمه کې چې تر ډېره شیعه مذهبه افغانان پکې مېشت دي دیني عالمان یې وايي، ښځې محجبې دي او کومه لویه ننګونه نشته. د سیمې یو مذهبي مشر محمد مطهري مې وپوښت، چې حجاب شته نو دې جنجال کې ملامت څوک دي؟ هغه وايي " زه رسنۍ او هغه کسان ملامت بولم چې په لوی لاس او قصدا یې د فېسبوک او خواله رسنیو له لارې دې چاره کې مداخله وکړه، جعلي عکسونه او فلمونه یې خپاره کړل او د خلکو ذهنونه یې ګډود کړل، ملامت همدوی دي."
خو د طالبانو حکومت یو بل روایت اوروي او وايي، له لاریون وړاندې داسې خلک دې سیمې ته لېږل شوي وو چې ګډوډي پېښه کړي.
د طالبانو حکومت کې د هرات د امنیت امر قاري نجیب الله علي بي بي سي ته وویل، " ځیني خلک چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راغلي ول، اسلامي حجاب یې دومره نه مراعاتوو، دې په خپله د هرات ښار پر خلکو هم منفي اغیز درلود، د هغو خویندو له لوري چې دغه څانګې ورپورې اړه درلوده، دوی همدا نجونې په ښار کې در ولې، شرعي لارښوونې یې ورته کولې، او هغه ځای ته یې بیولي چې مسوولینو د هغو ښځیو لپاره جوړ کړی چې د حجاب او د محرم ستونزو له کبله نیول کېږي، بیا دوی بېرته خپلو کورنیو ته سپارل کېدلې، او ژمنه ترې اخېستل کېده چې خپلو لوڼو ته پام وکړي، ځیني نجونې په کې داسې هم وي چې له کوره په اسلامي حجاب کې وتلې خو کله چې ښار ته رارسېدلې نو خپل هماغه حجاب او څادر به یې بکسه کې ایښوده او ګرځېدلې به، نو خپلې کورنۍ یې هم په دې خوشاله نه وې."
ښاغلی علي مې وپوښت، خو تاسو ډزې وکړې ستاسو ځواکونه پر سوله ییز لاریون د ډزو حق لري؟
هغه وویل:
" نیول شویو کسانو په دې اعتراف کړی دی چې د بهرنیو کسانو له لورې ورته پروژې ورکړل شوې وې، چې په لاریونوالو کې ځای ونیسي او قصدا پر ځینو کسانو ډزې وکړي، زموږ مجاهدینو تل مسلکي چلند کړی دی، خو په دغو لاریونوالو کې ځیني داسې کسان هم ول چې له تاوتریخوالي یې کار اخېست او که زموږ مسوولینو یې د تاوتریخوالي مخه نه وای نیولې نو د ځاني او مالي زیان او همدارنګه د جبریل سیمې ښار ته چې دوی په لاریون کاوه، د زیان لامل کېدل."
بي بي سي د نیول شوو کسانو په تړاو د دې ادعا خپلواک پخلی نه شي کولی. همداسې د جبریل په سیمه کې له لاریونه خپرو شویو ویډیوګانو کې معلومېږي چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونه هوايي ډزې کوي.
دې حالت کې له لاریونوالو مېرمنو سره لیده کاته او د هغوی نظر اخیستنه اسانه کار نه دی، نو نه شو ویلی چې د دوی لاریون له څه ډول حالت سره مخ شو.
څه چې لیدل کېږي د حجاب له درکه د راولاړې شوې ترینګلتیا اغېزې دي چې د خلکو منځ کې یې یوه ګونګه وېره خپره کړې ده.
د طالبانو حکومت لپاره به دا ترینګلتیا د یوې امنیتي پېښې معنا ولري خو په نړیواله کچه د دوی انځور ته زیان رسولی شي او د ولسي خلکو لپاره یوه رواني ناکراري هم بلل کېږي.