تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې لاریونوالو د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د افغانستان پلازمېنه کابل کې نن 'سې شنبه دسمبر ۲۱ مه ' یو شمېر کسانو د افغانستان شتمنیو کنګل کېدو پر ضد لاریون کړی دی.
لاریونیانو د امریکا سفارت مخې ته مظاهره کې له متحدو ایالتونو غوښتنه کوله، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړې.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا متحدو ایالتونو او نړیوالو مالي ادارو د افغانستان شتمنۍ او هغه میلیاردونه ډالر کنکل کړل چې له افغانستان سره د مرستې په پار دې ادارو کې ساتل شوي.
د دې شتمنیو ډېره برخه د امریکا متحدو ایالتونو په مالي ادارو کې کنګل شوې دي.
د کابل لاریونیانو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او پر لوحو یې لیکلي وو، چې د امریکايي اقتصادي بندیزونو له کبله د افغانستان خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې یو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم په ورته لاریونونو کې له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پلازمېنه کابل کې لوی او کوچني لاریونونه شوي او ځینو کې یې د طالب وسلوالو او لاریونوالو ترمنځ اخ و ډب هم شوی.
په دې رووستیو کې لسګونو مېرمنو هم د خپلو زدکړو او د کار د حق غوښتنې لپاره کابل کې لاریونونه کړي وو.
خو د سه شنبې لاریون کې له ورایه ښکاري چې طالبان یې نه یوازې مخه نه نیسي، بلکې طالب وسلوالو د لاریون مخې ته روان دي او امنیت یې ورته ټینګ کړی دی.
له دې مخکې افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بیا، بیا له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي، خو متحدو ایالتونو په تکرار سره انکار کړی دی.
د دسمبر نیمايي کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دې هکله خبریالانو ته ویلي و، ''دا یو پېچلی بهیر دی او امریکا به له غور سره ګام پورته کوي. ''
د سپینې ماڼۍ ویاندې په خبره ، د ۱۱ سپتمبر د پېښو یو شمېر قربانیان وار له مخه پر دې پیسو دعوه لري، چې د پیسو د کنګلېدو له دلایلو دي، هغه څه چې نه شي کولای دا حقوقي اړخ له پامه وغورځوي. ''
د یادونې ده چې یوازې امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان بانک نژدې نهه نیم میلیون ډالره شتمني کنګل کړې ده.
وړمه ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړې غونډې پای کې یو ګډ پرېکړه لیک خپور شو، چې پکې راغلي چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید د دې هېواد کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره خوشي شي.