رویټرز: امریکا او طالبانو د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په تړاو وړاندیزونه تبادله کړي

د خپرېدو وخت

د رویټرز خبري اژانس ویلي، امریکا او طالبانو د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د افغانستان ملي/ دولتي بانک ته د دې پیسو سپارلو په تړاو یو لړ وړاندیزونه تبادله کړي دي.

څه موده وړاندې افغان پلازمېنه کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو له رپوټونو وروسته داسې ګنګوسې وې چې ګواکې امریکا به طالبانو سره د کنګل شویو شتمنیو پر موضوع خبرې اترې ودروي.

خو اوس رویټرز خبري اژانس له دې موضوع د باخبره سرچینو له قوله ویلي، دواړو خواو خبرې روانې ساتلې دي او پر دې غور کېږي چې د افغانستان شتمنۍ په سویس کې یو درېيمګړي بانکي حساب ته ولېږدول شي.

امریکایي چارواکي غواړي چې یادې شتمنۍ د سویس له بانکي حسابه په تدریجي ډول، او تر سخت څار لاندې، د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، "د کنګل شويو پيسو په اړه چې امریکا کوم دريځ ښکاره کړی سم نه دی، د افغانستان په سرمايه شرطونه اېښودل او محدوديتونه وضع کول بې له کوم منطقي دليله د نړيوالو اصولو خلاف دي."

د نوموړي په وينا، "افغانان دغو پيسو ته اړتيا لري او بايد ژر خلاصې شي."

رویټرز خبري اژانس وایي، امریکا د دې کار لپاره ځینې شرطونه هم ایښي، او یو شرط یې دا دی چې د افغانستان مرکزي بانک هغه جګپوړي چارواکي دې له دندو لېرې شي چې پخپله طالبان دي، او یا هم د طالبانو لخوا ګومارل شوي.

په دوی کې لږ تر لږه یو چارواکی د امریکا د بندیزونو په لېست کې دی، خو طالبانو یې د ګوښه کولو شرط لا نه دی منلی.

یاد اژانس وایي، طالبانو لا د سویس بانکي حساب ته هم د افغانستان د شتمنیو د استول کېدو وړاندیز نه دی منلی، او نه غواړي پر دې پیسو کنټرول له لاسه ورکړي.

خو د امریکا حکومت غواړي چې طالبان د دې شتمنیو په لګول کې هېڅ ښکېل ونه اوسي او د افغانستان مرکزي بانک ته یې د لېږد او لګولو چاره هم باید په جدي توګه وڅارل شي.

د بشري ناورین د مخنیوي هڅې

امریکایي چارواکي او نړیواله ټولنه وېره لري چې که د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ازادې نشي نو په دې هېواد کې روان بشري ناورین ښایي نور هم جدي شي.

د نړیوالو مرستو بندېدو، وچکالۍ، زلزلو او سېلابونو په دې وروستیو کې افغان وګړو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي او د طالبانو حکومت پخپله هم له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی چې د ژمي په راتلو سره به افغانستان کې لا ډېر وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري، او دې مرستو لپاره اړینه ده چې د افغانستان شتمنۍ ازادې او د دې هېواد پر اړمنو وګړو ولګول شي.

خو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ باید د ضمانت په توګه خوندي وساتل شي، او که چېرته دا پیسې پر بشري مرستو لګېږي نو ښایي افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي او دې هېواد کې اقتصادي بحران لا ژور شي.

یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره فبرورۍ میاشت کې په یوه اجرايي فرمان کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل شویو ۷ میلیارده ډالرو نیمايي به د بشري مرستو په موخه نړیوالو مرستندویه ادارو ته ورکړل شي.

نوموړي ویلي وو چې د پاتې درې نیم میلیارده ډالرو په اړه به د نیویارک محکمه پرېکړه کوي او ښایي د سپتمبر د یولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه د ورکړې لپاره وساتل شي.

طالبانو د ښاغلي بایډن دا پرېکړه د افغانستان شتنمۍ غلا بللې وه او تل یې ټینګار کړی چې یادې شتمنۍ دې ازادې کړل شي.