ډاکتران د بريتانيا د ملکي الېزابت روغتيايي وضعيت څاري

The Queen at Balmoral

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د بريتانيا بکېنګهم ماڼۍ اعلانی کړی چې د دغه هېواد ملکه په خپل اوسني استوګنځي بالمورال کې تر طبي څارنې لاندې ده.

دغې ماڼۍ په يوه بيان کې وويل، "له نورو ارزونو وروسته، نن سهار د ملکي ډاکترانو چې د نوموړې روغتيا په اړه اندېښمن دي، هغې ته سپارښتنه کړې چې تر طبي څارنې لاندې پاتې شي."

په بيان کې ويل شوي چې ملکه په بالمورال کې ارام کوي.

دا مهال د بريتانيا وليعهد شهزاده چارلس له ملکې سره موجود دی.

د ملکي نورو خپلوانو ته سملاسي خبر ورکړل شوی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ ملکه الېزابت د بريتانيا نوې لومړۍ وزيرې لېز ټرس د ټاکنې پر مهال په عکسونو کې ليدل شوې وه.

لېز ټرس وويل، "ټول هېواد به د دې خبر په اړه ژوره اندېښنه ولري."

نوموړې وويل، "زما او په ټوله بريتانيا کې د خلکو خواخوږي په دې وخت کې د ملکي او د هغې له کورنۍ سره ده."