د بریتانیا ملکه الېزابت په کورونا اخته شوې

ملکه الیزابت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملکه الیزابت ۹۵ کلنه ده
د خپرېدو وخت

بکنګهم ماڼۍ وايي د بریتانیا د ملکې الېزابت د کورونا ټېسټ مثبت ختلی.

دې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي ملکه "نرم او والګي ته ورته علایم" لري خو خپلو کمو ورځنیو چارو ته به د راتلونکې اوونۍ اوږدو کې له وینزر ماڼۍ ډول دوام ورکړي.

علامیه زیاتوي ملکې الیزابت ته روغتیايي پاملرنه دوام کوي او د کورونا اړوند د خوندیتابه ټولې لارې چارې تعقیبوي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د ملکې الېزابت د مشر زوی او د بریتانیا د ولیعهد 'چارلز' چې دا ورسره تماس کې وه، د کورونا معاینات مثبت راغلي و.

تر هغې وروسته د چارلز د مېرمن "کامېلا" د کورونا ټېسټ هم مثبت ختلی و.

د ویډیو تشریح، د بریتانیا ملکې د واکمنۍ ۷۰ کلیزه لمانځل کېږي

تر اوسه دا تایید شوې چې په وېنزور ماڼۍ کې د یو شمېر نورو کسانو د کورونا معاینات هم مثبت ثابت شوي دي.

الېزابت ۹۵ کلنه ده او څه موده وړاندې یې د ملکې په توګه د ټاکل کېدو ۷۰ کاله پوره شول.

دا د بریتانیا تاریخ کې د ملکې پاتېدو تر ټولو اوږده موده ده.

هغې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې د کورونا لومړی ډوز واکسین وکړل او ویل کېږي نور ډوزونه یې هم بشپړ کړي دي.

د بي بي سي خبریال وايي ملکې الېزابت تر هغې وروسته چې د ۲۰۲۱ کال اکتوبر کې یې یوه شپه روغتون کې تېره کړه، خپل فعالیتونه کم کړي دي.