تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پیلوټ کابین کې د دوو پیلوټانو نښته د دوی په شړلو تمامه شوه
- Author, ميرلين توماس
- دنده, بي بي سي نيوز
- د خپرېدو وخت
رپوټونه وايي، چې د فرانسې د هوايي کرښې دوه پیلوټان وروسته تر هغه له دندې وشړل شول، چې د پیلوټ په خونه کې یې لاسونه سره واچول.
د سویس لا ټریبیون ویلي، پیلوټ او همکار یې په جولای کې له جنیوا نه پاریس ته تر رسېدو او د ایربس اې ۳۲۰ الوتکې د کېناستو پرمهال یو او بل په لاسونو سره ووهل.
د الوتکې عمله د پیلوټانو د لانجې په غږ خبره شول او د دوی ترمنځ یې ګواښ وکړ.
د الوتکې له عملې یو کس د الوتکې تر کېناستو د پیلوټ په خونه کې د ممکنه بیا شخړې له کبله پاتې شو.
یاد شرکت لا ټریبیون ته ویلي، یادې شخړې پر الوتنې کوم اغېز نه دی کړی.
دا پېښه وروسته تر هغه شوې چې د فرانسې د هوايي چلن د څېړنو ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، دوی د خوندیتوب په برخه کې له خپلو پیلوټانو سره له سختګیرۍ کار نه اخلي.