تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: نړۍ د پیلوټ له نظره
هالنډي پیلوټ کریسټیان وان هیجیسټ له هوا نه ځینې انځورونه اخیستي، چې د طبیعت ښکلا پکې انځور شوې ده.
هیجیسټ د نړۍ له بېلابېلو برخو انځورونه اخیستي، له دلتا سیند ان د الاسکا غرونو پر سر تر قطب پورې.
وان هیجیسټ په اونۍ کې ۱۰۰ ساعته په هوا کې تېروي، خو په هره الوتنه کې انځورونه نه اخلي، بلکې دا کار له هغه نه د غوره انځور اخیستو لپاره لس ساعته وخت اخلي.
ښاغلی هیجیسټ معمولاً له ځان سره ځانګړې کامره لېږدوي، هغه هم د پیلوټ خونه کې، د الوتکې له کړکۍ ښکلي انځورونه اخلي.
وان هیجیسټ په هغو اوږدو الوتنو کې وي، چې درې یا ډېر پیلوټان پکې یوه الوتکه چلوي، همدا لامل دی چې دی یوڅه ارامې ساه اخیستو او ښکلو انځورونو اخیستو ته وخت مومي، لکه دا انځور یې چې د بوینګ ۷۳۷ الوتکې له یوه وزره اخیستی.
دا انځور د روسیې شمال کې د لمر ختلو پرمهال اخیستل شوی. وان هیجیسټ وايي: ''اوس پوی شوم چې د مورفي قانون (چې وايي هغه څه چې بنسټ یې پر ناروا اېښودل شوی وي، ناروا دی) د هوا په پوړیو کې پلی کېدای شي، هغه شېبه چې دی کامره پکې راوباسي، الوتکه ښوري او خوځېږي. ''
د ځینو بندونو انځورونه چې د طبیعت ښکلا پکې نغښتې ده. وان هیجیسټ له خپلې خونې دا انځور اخیستی.
په انځور کې د کاناډا ټورنټو پر سر توپان ښکاري، دا انځور وان هیجیسټ د یوه مسافر په توګه اخیستی.
ټول انځورونه کریسټیان وان هیجیسټ اخیستي