د پیلوټ کابین کې د دوو پیلوټانو ن‍ښته د دوی په شړلو تمامه شوه

د فرانسې د هوايي چلن یوه الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ميرلين توماس
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

رپوټونه وايي، چې د فرانسې د هوايي کرښې دوه پیلوټان وروسته تر هغه له دندې وشړل شول، چې د پیلوټ په خونه کې یې لاسونه سره واچول.

د سویس لا ټریبیون ویلي، پیلوټ او همکار یې په جولای کې له جنیوا نه پاریس ته تر رسېدو او د ایربس اې ۳۲۰ الوتکې د کېناستو پرمهال یو او بل په لاسونو سره ووهل.‌

د الوتکې عمله د پیلوټانو د لانجې په غږ خبره شول او د دوی ترمنځ یې ګواښ وکړ.

د الوتکې له عملې یو کس د الوتکې تر کېناستو د پیلوټ په خونه کې د ممکنه بیا شخړې له کبله پاتې شو.

یاد شرکت لا ټریبیون ته ویلي، یادې شخړې پر الوتنې کوم اغېز نه دی کړی.

دا پېښه وروسته تر هغه شوې چې د فرانسې د هوايي چلن د څېړنو ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، دوی د خوندیتوب په برخه کې له خپلو پیلوټانو سره له سختګیرۍ کار نه اخلي.