د پیلوټ 'تېروتنې لسګونه مساپر ټپيان کړل'

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

هندي چارواکي وايي، د یوې الوتکې له پیلوټه د الوت پر مهال د هغې تڼۍ یا بټن کېکاږل هېر شوي وو، چې کابین کې فشار سموي او له دې کبله د نژدې ۳۰ هغو مساپرو درملنه وشوه، چې د ځینو له پزې او غوږونو وینه روانه شوې وه.

د جیټ ایروېز دغه الوتکه چې له ممبۍ نه جېپور ته تله له الوت لږ ځنډ وروسته بېرته ستنه شوه.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډيويي کلیپونو کې د الوتکې سپرلۍ داسې حال کې لیدل کېږي، چې اکسېجن ماسکونه یې تړلي دي.

بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه له ستنېدو وروسته خوندي پر ځمکه کېناسته.

د هند ملکي هوايي چلند یوه مسوول للیت ګپتا هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، د الوتکې له کارکونکو هېر شوي وو، چې د فشار سمونکې اله فعال کړي.

بل لور ته جیټ ایرویز په یوه اعلامیه کې پر پېښه خواشیني څرګنده کړې او وايي، ټول ۱۶۶ مساپر خوندي ستانه شول، چې د هوايي ډګر ټرمینل کې د یو شمېر کسانو درملنه وشوه.

ستیش نایر نومي یوه مساپر پر ټویټر پاڼه خپل تصویر خپور کړی، چې له پزې یې وینه ځي او شکایت یې کړی، چې 'د مساپرو خوندیتوب په بشپړ ډول له پامه غورځول شوی و. '

جیټ ایرویز جنورۍ کې د دوو پیلوټانو دنده له دې کبله وځنډوله، چې ګواکې له لندنه تر ممبۍ پورې یې د الوت پر مهال الوتکه کې خپلمنځي شخړه کړې وه. هغه الوتکه له ۳۲۴ مساپرو سره په خوندي توګه خپل منزل ته رسېدلې وه.