سپینه ماڼۍ: ایران سره هوکړې ته یو څه نږدې شوي یو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې دوی له ایران سره د دوو اونیو وړاندې پرتله پر یوه اټومي تړون هوکړې ته نږدې شوي دي.
د نوموړي په وینا دا پرمختګ تر هغې وروسته شوی چې تهران له خپلو ځینو غوښتنو تېر شوی.
ښاغلي کربي د یکشنبې پر ورځ له سي اېن اېن تلویزیون سره مرکه کې وویل ځینې اختلافات لا هم پاتې دي او اروپايي ټولنه او ایران دمګړۍ د دوی د ځواب په ارزولو بوخت دي.
متحدو ایالتونو اټومي هوکړې ته ګرځېدو لپاره د اروپايي ټولنې لخوا وړاندیز شوې طرحې ته د ایران ځواب له ترلاسه کولو او مطالعې وروسته، تېره اوونۍ دې ټولنې ته خپل نظر وسپاره.
له دې د اروپاييټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزېف بورېل هم ویلي چې واشنګټن پر یوه اټومي تړون هوکړې ته د رسېدو هڅو ته دوام ورکوي.
حساس پړاو

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورېل د ایران اټومي هوکړې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوی وړاندیز شوې طرحې او ایران ته د واشنګټن ځواب له ترلاسه کېدو وروسته حساس پړاو را رسېدلی دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې ژر به یوه پایله را ووځي.
ښاغلي بورېل د اتریش کرونن سایتونګ خپرونې ته ویلي "اوس د ایران وار دی چې امریکا ته ځواب ووايي." نوموړي زیاته کړې اټومي هوکړې ته په ګرځېدو سره به نړۍ یو څه امن شي.
له دې سره هممهاله د ایران مليامنیت شورا ته یوه نږدې خبري سایټ "نور نیوز" لیکلي چې تهران د ځواب پر چمتو کولو بوخت دی او د ارزونې پروسه به د "روانې اوونۍ تر پایه" دوام وکړي.
ایسنا خبري اژانس هم د "باخبره سرچینو" په حواله کټ مټ همدا خبره کړې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره چارشنبه وویل چې د امریکا ځواب یې ترلاسه کړی، دقیقه ارزونه یې پیل شوې او له بشپړېدو سره به خپل نظر شریک کړي.
بلخوا ځینو شنونکو سوریه کې ایران ته پر وفاداره ملېشو د امریکايي ځواکونه وروستيو بریدونو ته په اشارې اندېښنه ښودلې چې دا به د دواړو خوا ترمنځ د اټومي پروګرام مذاکرات اغېزمن کړي.
خو امریکا ویلي دا موضوعات سره تړلې نه دي.
واشنګټن دا هم زیاته کړې چې ایران سره سوریه کې د کړکېچ ډېرېدل نه غواړي.



















