سپینه ماڼۍ: ایران سره هوکړې ته یو څه نږدې شوي یو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې دوی له ایران سره د دوو اونیو وړاندې پرتله پر یوه اټومي تړون هوکړې ته نږدې شوي دي.

د نوموړي په وینا دا پرمختګ تر هغې وروسته شوی چې تهران له خپلو ځینو غوښتنو تېر شوی.

ښاغلي کربي د یکشنبې پر ورځ له سي اېن اېن تلویزیون سره مرکه کې وویل ځینې اختلافات لا هم پاتې دي او اروپايي ټولنه او ایران دمګړۍ د دوی د ځواب په ارزولو بوخت دي.‌

متحدو ایالتونو اټومي هوکړې ته ګرځېدو لپاره د اروپايي‌ ټولنې لخوا وړاندیز شوې طرحې ته د ایران ځواب له ترلاسه کولو او مطالعې وروسته، تېره اوونۍ دې ټولنې ته خپل نظر وسپاره.

له دې د اروپايي‌ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزېف بورېل هم ویلي چې واشنګټن پر یوه اټومي تړون هوکړې ته د رسېدو هڅو ته دوام ورکوي.

حساس پړاو

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورېل د ایران اټومي هوکړې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوی وړاندیز شوې طرحې او ایران ته د واشنګټن ځواب له ترلاسه کېدو وروسته حساس پړاو را رسېدلی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې ژر به یوه پایله را ووځي.

ښاغلي بورېل د اتریش کرونن سایتونګ خپرونې ته ویلي‌ "اوس د ایران وار دی چې امریکا ته ځواب ووايي." نوموړي زیاته کړې اټومي هوکړې ته په ګرځېدو سره به نړۍ یو څه امن شي.‌

له دې سره هممهاله د ایران ملي‌امنیت شورا ته یوه نږدې خبري سایټ "نور نیوز" لیکلي چې تهران د ځواب پر چمتو کولو بوخت دی او د ارزونې پروسه به د "روانې اوونۍ تر پایه" دوام وکړي.‌

ایسنا خبري اژانس هم د "باخبره سرچینو" په حواله کټ مټ همدا خبره کړې.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره چارشنبه وویل چې د امریکا ځواب یې ترلاسه کړی، دقیقه ارزونه یې پیل شوې او له بشپړېدو سره به خپل نظر شریک کړي.

بلخوا ځینو شنونکو سوریه کې ایران ته پر وفاداره ملېشو د امریکايي ځواکونه وروستيو بریدونو ته په اشارې اندېښنه ښودلې چې دا به د دواړو خوا ترمنځ د اټومي پروګرام مذاکرات اغېزمن کړي.

خو امریکا ویلي دا موضوعات سره تړلې نه دي.

واشنګټن دا هم زیاته کړې چې ایران سره سوریه کې د کړکېچ ډېرېدل نه غواړي.