مصر کې حجابي ښځې له تبعیض سره مخامخېږي

امیره صابر د مصر د پارلمان غړې ده
د عکس تشریح، امیره صابر د مصر د پارلمان غړې ده
    • Author, احمد الشامي
    • دنده, بي بي سي نيوز عربي
  • د خپرېدو وخت

له ۲۰۱۵ کال راهیسې، مصري محجبو ښځو پر خواله رسنیو د دوی پرضد د تبعیض پر وړاندې کمپاینونه او شکایتونه پیل کړي.

۲۵ کلنه میار عمر په قاهره کې څېړنمشره ده. دا وايي ځینو قېمتي رسټورانټونو ته چې ورغله، د حجاب له کبله له ستونزو سره مخامخ شوه "انسان چې یوه ځای ته ننوځي پخپل طبیعت غواړي هلته ارامښت وموومي او هېڅ شی پرې جبري تحمیل نه شي".

پر خواله رسنیو حجاب لرونکو ښځو د خپل ژوند د طرز په تړاو د مخامخېدونکو ستونکو پرضد کمپاین پیل کړی دی.

بي ب‍ي سي نیوز عربي هڅه وکړه چې د قاهرې په لر و بر کې ۱۵ لوکسو او قېمتي رسټورانټونو کې ځینې مېزونه بوک کړي (ونیسي)، دا هغه ځایونه دي چې تر ډېره پرې د حجاب لرونکو ښځو د ورتګ د مخنیوي او تبعیض تور لګېدلی.

ډېری ځایونه د خپلو خواله رسنیو پر پاڼو مېلمنو ته لارښوونې خپروي، ۱۱ ځایونو راته وویل چې د ښځو پړونی پکې بند دی.

یو سړی او ښځه مو یوه خوړنځي ته واستول، خو دا چې ښځه حجاب لرونکې وه، د ننه پرې نه ښودل شوه.

Mayar Omar
د عکس تشریح، میار عمر وايي څو ځله خوړنځیو ته د حجاب له کبله له ننوتلو منع شوې ده.

د قاهرې حي الزمالک لوکس لوبرجین خوړنځي او بار (شرابخونه) کې دروازه کې ولاړ مسؤل کس راته وویل چې حجاب لرونکې دلته بندې دي، ځکه هلته بار دی. کله چې یې چې له مشر سره وغږېدو، ده هم ټینګار کاوه چې "حجاب بند دی".

لوبرجین ته مو وویل چې ستاسې دلیل (دقیق نه دی) او د حجاب لرونکو ښځو ننوتل د ځای له قانون سره سر نه خوري او "موږ یې غندو".

په همدې سیمه کې کازان خوړنځي ته ورغلو، زموږ کسانو ته چې حجاب لرونکې ښځه هم پکې وه، وویل شول چې "ستونزه په حجاب کې ده". کله مو یې چې د لامل په اړه ترې وپوښتل، ساده ځواب یې دا و چې "دا د دې ځای اصول دي".

په یوه بل ځای (اندیامو پیټزا ګارډن انډ‌ بار" کې هم کې پیل زموږ ډلې ته د نه ننوتلو وویل شول،‌ خو له اعتراض وروسته را ته وویل شول چې ننوتلی شو، خو باید یوه کونج کې کښېنو. مدیر یې وویل: "دا د سیاحت وزارت لارښوونې دي، که د بار څنګ ته کومه حجاب لرونکې ښځه وموندل شي، نو موږ جریمه کوي".

کازان او اندیامو زموږ پوښتنو ته هېڅ ځواب ونه وایه.

د مصر د رسټورانټونو او تفریحي ځایونو د خونې مشر عادل المصري مخې ته مو خپلې پوښتنې کېښودې، هغه راته وویل: "په هېڅ وخت کې د سیلګرۍ لپاره د ساتېري سیمو ته د محجبو ښځو د بندیز په اړه پرېکړه نه ده شوې. دا د نه منلو کار دی. تبعیض د نه منلو دی، دا عامه ځایونه دي".

Women wearing hijabs in Alexandria, Egypt (file photo)

د عکس سرچینه، Getty Images

په مصر کې ډېری ښځې حجاب لرونکې دي، نو ځینې ځایونه ولې دا ډول تګلاره مخته وړي؟

د ښځو د حقونو فعاله او وکیله ندا نشأت وايي: "په ډېری حالاتو کې یې لامل طبقاتي سیستم دی. له بده مرغه حجاب خلکو ته یو ولسي دود او رواجي جامې ښکاري. خو د نا محجبو ښځو په اړه هم موږ د تبعیض شاهدان یو".

بي بي س‍ي عربي داسې نور ثبوتونه هم وموندل چې د لاویسټا د ملکیتونو اړوند شرکت په سیاحتي سیمو کې له کورونو د رانیوونکو حجاب لرونکو ښځو سره له معاملې ډډه کړې ده.

دا شرکت په قاهره او نورو سیاحتي ځایونو کې پروژې لري.‌

مخکې دې شرکت پر حجاب لرونکو ښځو ملکیتونه خرڅول، خو اوس پر خواله رسنیو نیوکې پرې ډېرې شوې چې ګنې محدودیتونه یې لګولي دي.

د ملکیتونو له اتو لویو شرکتونو سره مو اړیکه ونیوه، موږ چې کومه جوړه (نر او محجبه ښځه) ور استول شوې وه، چې غواړي ملکیت واخلي، شپږو یې راته وویل چې لاویسټا کې ملکیت نه شي اخیستی.

د ویډیو تشریح، "یو څوک مې څنګه د حجاب له کبله مخه نیولی شي؟"

د ملکیتونو یوه کس راته وویل "دوی ښکاره نه درته وايي چې پر تا یې نه خرڅوو، بلکې درته وايي، دا پروژه اوس بنده شوې ده او کله چې پرانیستل شي موږ اړیکه درسره نیسو، خو دوی هېڅکله اړیکه نه درسره نیسي".

کله چې زموږ خبریالې د یوې مشترۍ توګه له بلاویسټا سره ټیلیفوني اړیکه ونیوه او ورته وویل چې حجابي ښځه ده، ورته وویل شول چې نوم به یې د انتظار په نوملړ کې واچوي او اوس کوم ملکیت نه لري.

څو اونۍ وروسته زموږ خبریاله د لاویسټا دفتر ته ورغله خو دا ځل یې ورته وویل چې حجاب نه لري، شرکت ورته وویل چې سملاسي یو ملکیت ورته لري.‌

د مصر د پارلمان غړې امیره صابر چې د ښځو د حقونو مدافعه او وکیله هم ده، وايي: "که همداسې پخپلو کې تبعیض وکړو، نو په یوه داسې ټولنه کې به اوسېږو چې هېڅوک د بل چا په ستونزه نه پوهېږي. دا وايي د مصر اساسي قانون واضح دی، داسې چې تعبیض ته په هېڅ ډول اجازه نه شته. "زه به په یوه پارلماني ناسته کې دا مسله یاده کړم چې حکومتي مسؤلین یې د بیا تکرارېدو مخه ونیسي. او که بیا هم تکرار شوه، نو سرغړوونکي باید مجازات شي".

پر خواله رسنیو د حجاب اغوستلو د ملاتړ کمپیان پیل شوی دی.

د عکس سرچینه، #MyChoice

د عکس تشریح، پر خواله رسنیو د حجاب اغوستلو د ملاتړ کمپیان پیل شوی دی.