"څوک مې څنګه د حجاب له کبله مخه نیولی شي؟"

د ویډیو تشریح، "یو څوک مې څنګه د حجاب له کبله مخه نیولی شي؟"
د خپرېدو وخت

د مصر قانون کې د دین،‌ رنګ او توکم پر بنسټ تبعیض بند دی، خو بي بي سي په هېواد کې ځینې ځایونه په نښه کړي چې حجاب لرونکې ښځې نه شي ورتللی.

د بي بي سي عربي برخې پټو ثبت شویو خبرو په ډاګه کړې چې په مصر کې ځینو خوړنځیو او رسټورانټونو د محجبو ښځو د ورتګ بندیز لګولی. دا ښځې وايي، دې تعبیض د دوی ژوند او غوراوي محدود کړي دي.