حجاب: ایراني‌ ښځو په ښکاره حجاب لیرې کړی او وېډیوګانې یې پر خواله رسنیو خپرې کړې

پر خواله رسنیو ګڼو ایراني ښځو د خپل لوڅ سر انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړې دي
د عکس تشریح، پر خواله رسنیو ګڼو ایراني ښځو د خپل لوڅ سر انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړې دي
    • Author, فارين تاجزاده
    • دنده, بي بي سي فارسي
  • د خپرېدو وخت

په ایران کې ښځو د چارواکو له لوري د جامو په تړاو د ټینګ قانون پر وړاندې په عامه ځایونو کې د حجاب لیرې کولو کمپاین ‌پیل کړی او پر خواله رسنیو یې د خپل دې کار وېډیوګانې او انځورونه خپاره کړي دي.

یوه ایرانۍ ښځه چې یوه کلیپ کې کامرې ته ګوري او پر انټرنېټ خپره شوې وايي: "اجباري حجاب ته نه ووایئ! نن مې د خپل کار ځای ته په لوڅ سر موټر وچلاوه، خو وایم قانون ته نه وایم! زموږ هیله دا ده چې پخپل غوراوي او اغوستلو کې خپلواک واوسو".

د ښځو د حقونو فعالو ښځو هم په ټول هېواد کې د ځانونو داسې وېډیوګانې خپرې کړې چې په عامه ځایونو کې یې د نه حجاب پروخت ډکې کړې دي.

دا کار دوی د حجاب او پت د ملي ورځې په مناسبت کړی چې ایران کې هر کال د جولای پر ۱۲مه لمانځل کېږي.

دوی په دې کار ځان په لوی لاس زنداني کېدو ته ورکشوي، ځکه چې د هېواد "د جامو اړوند اسلامي قوانینو" سرغړونه کوي.

په ځینو وېډیوګانې کې ښځې بې حجابه ښکاری
د عکس تشریح، په ځینو وېډیوګانې کې ښځې بې حجابه ښکاری

د هېواد بېلابېلو برخو په تفریحي ځایونو او واټونو کې ښځو وېډیوګانې ثبت کړې او ان ځینو یې د سمندر‌ پر غاړه د لوڅو سرونو وېډیوګانې اخیستې دي، ځینې بیا د اوړي په نریو جامو او لنډو پرتوګونو کې ښکاري.

په یوه وېډیو کې چې زرګونه خلکو لاس په لاس کړې ده، یوه ښځه د سمندر پر څنډه چکر وهي، خپل حجاب لیرې کوي او پر ځمکه یې غورځوي، او پښه پرې ږدي.

په همدې ورځ، چارواکو د ښځو د حجاب مراعاتولو په ملاتړ د "اسلامي ملاتړ" په نامه کمپاین پیل کړی و.

د ایران رسمي تلوېزیون د "پت او حجاب" په نامه پروګرام خپور کړی چې ښځو پکې اوږده سپین کمیسونه او د سر زرغون پړوني اغوستي، چې دا د ایران ملي بیرغ ته اشاره ده.

د دولت په ملاتړ د حجاب د دفاع لپار هم کمپیان پیل شوی

د عکس سرچینه، Tasnim News Agency

د عکس تشریح، د دولت په ملاتړ د حجاب د دفاع لپار هم کمپیان پیل شوی

په ورته وخت کې په پراخه کچه له فارسي ژبې یو هشټګ خپرېږي چې وايي: "دا ځل اجباري حجاب ته نه ووایاست" چې خبریالانو او مخالفو سیاستوالو هم لاس په لاس کړی دی.

ځینو ښځو پر سړو نیوکه کړې چې د چارو مهم پوستونه ورکړل شوي او د دوی شخصي ازدۍ یې محدودې کړې دي.

د بي بي سي فارسي د رپوټ له مخې، چارواکو لږترلږه پنځه هغه ښځې نیولې دي، چې په وېډیوګانو کې یې بې حجابه ښکاري.

په ۲۰۱۸ کال هم د بې حجابۍ ورته کمپاین پیل شوی و چې ځینې ښځې پکې بندیانې شوې
د عکس تشریح، په ۲۰۱۸ کال هم د بې حجابۍ ورته کمپاین پیل شوی و چې ځینې ښځې پکې بندیانې شوې

ځینو ایراني ښځو د حجاب مراعاتولو یا نه مراعاتولو په تړاو د خپل حق لپاره د #MyStealthyFreedom (زما لوټل شوې ازادي) او #WhiteWednesday (سپینه څلرنۍ) په شان ورته کمپاین هم پیل کړی دی.

خو د ښځو پر وړاندې د ایران "د اخلاقو پولیسو" ټینګ ګامونه د پاموړ دي، په تېره د هغو ښځو پروړاندې چې د اسلامي جامو په نه مراعاتولو تورنې شوې.

ایران د "اخلاقو پولیس" لري چې ښځې د مناسب حجاب نه مراعاتولو په تور نیسي

د عکس سرچینه، ISNA

د عکس تشریح، ایران د "اخلاقو پولیس" لري چې ښځې د مناسب حجاب نه مراعاتولو په تور نیسي

په ۱۹۷۹ کال په ایران کې له اسلامي انقلاب راهیسې، ښځې د قانون له مخې د "اسلامي" حجاب په اغوستلو مکلفې شوې دي.

د قانون له مخې،‌ ښځې باید چادر (اوږد ټیکری) چې معمولا له یوې ټوټې ټوکر جوړ او ټول بدن پوښي او د پړوني او د اوږدو لپاره یو "اوږپوښ" واغوندي.

Graffitti reads "Bread, work, freedom, voluntary covering"
د عکس تشریح، دېوالي شعار: "ډوډۍ، کار، ازدي او د خپلې خوښې پوښاک"

د ایران د قضائیه قوې مشر غلام سحیني محسني ایجئ، ویلي، د ښځو د بې حجابۍ تر شا بهرنۍ کړې دي او استخباراتي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د ایراني ښځو د بې حجاب تر شا کسان ومومي.‌

د هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي هم د ده په ټکو "په اسلامي ټولنه کې د منظم فساد دودولو" پرضد ټینګ ګامونه اخیستي دي.

خو پر دغو ګواښونو سربېره‌، ګڼو ښځو خپل احتجاج ته دوام ورکړی.

یوې ښځې په یوه وېډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې، ویلي "موږ نیولی شئ، خو زموږ کمپاین نه شئ درولی".

"موږ د ضایع کېدو لپاره څه نه لرو، موږ له څو کلونو راهیسې خپله ازادي له لاسه ورکړې ده او د بېرته اخیستو په هڅه کې یې یو".