ټرمپ د نیویارک لویې څارنوالۍ پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیویارک ایالتي چارواکو پر وړاندې د خپلې کورنۍ کاروبار لړ کې د پوښتنو له ځوابولو ډډه کړې. نیویارک ایالتي چارواکو پر ټرمپ سازمان تور پورې کړی چې د پور ترلاسه کولو او مالیې معافیت لپاره یې د خپلې شتمنۍ په هکله ناسم معلومات ورکړي.
ښاغلي ټرمپ پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دا ملکي قضیه یې د ځان پر ضد یو کمپاین بللی. نوموړی په منهاټن لویه څارنوالۍ کې له لوړې وروسته پوښتنې ځواب کړې، خو په یوه اعلامیه کې یې د نیویارک پر لویې څارنوالې لیتیتیا جیمز نیوکې وکړې او دا ټوله پروسه یې وغندله.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د امریکا تحقیقاتي ادارې ایف بي ای په فلوریډا ایالت کې د ښاغلي ټرمپ په مارالاګو نومي جایداد کې د تالاشۍ یو بې ساري امر عملي کړ.
د یادونې ده، چې په دا وروستیو کې پر ښاغلي ټرمپ په بېلا بېلو قضیو کې قانوني او حقوقي فشارونه ډېر شوي دي. ښاغلي ټرمپ په لویه څارنوالۍ کې پوښتنو ته له ځواب ورکولو د ډډې کولو په هکله اعلامیه کې ویلي: ''له چې مو کورنۍ، شرکت او هغه ټول کسان چې په شاوخوا کې مو وي، د وکیلانو، څارنوالانو او رسنیو د جعلي خبرونو په ملاتړ د هدفي تعقیب، له سپکاوي ډک چلن او بې بنسټه سیاسي انګیزه لرونکي تعقیب ښکار شي، له دې پرته بله لار نه درته پاتې کېږي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
دونلډ ټرمپ زوی یې ډونلډ ټرمپ جونیر او لور یې اېوانکا ټرمپ هڅه وکړه، د شاهدۍ لپاره څارنوالۍ ته لاړ نه شي، خو بریالي نه شول.
د نیویارک لویه څارنواله وايي، د پلټنو په لړ کې ورته معلومه شوې چې ټرمپ سازمان د ډېرو پورونو لپاره خپلې شتمنۍ له اصلي مقداره ډېرې څرګندې کړې، خو کله چې د مالیې ورکولو وخت راغلی بیا یې همدا شتمنۍ له خپله اصلي ارزښته لږ ښوولې دي.
ډونلډ ټرمپ چې په جمهوریتپال ګوند کې یو ناندریز شخصیت بلل کېږي، دا ټول تورونه جعلي بولي او په وینا یې سیاسي انګېزه لري.
د یادونې ده، چې مېرمن جیمز د دیموکرات ګوند غړې ده. ښاغلي ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د کاندید کېدو احتمال نه دی رد کړی.




















