ټرمپ واشنګټن هوټل پلوري

د عکس سرچینه، Getty Images
ټرمپ سوداګریزه اداره د ۳۷۵ میلیونو ډالرو ارزښت واشنګټن هوټل پلوري. رپوټونو کې ویل شوي، د ټرمپ انټرنېشنل په نامه د پلان شوې سودا له مخې به د دې ګران بیه هوټل نوم والډورف استوریا ته واړول شي، چې انتظام به هیلټن ګروپ ته وسپارل شي.
تېره میاشت د امریکا کانګرېس یوه څېړنه کې معلومه شوه، چې د ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ پر مهال دې هوټل ۷۰ میلیونه ډالره تاوان کړی.
د مخکیني امریکايي ولسمشر شرکت ۲۰۱۶ کال کې د عام ولس پر مخ د دې هوټل دروازې پرانیستې. له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ښاغلي ټرمپ سوداګریزې ادارې چې دا هوټل یې د ۶۰ کلونو لپاره په اجاره اخیستی، د ۲۶۳ خونو لرونکي هوټل لپاره مشتریان لټول.
د والسټریټ ژورنال او بلومبرګ د سرچینو له قوله ویلي، تمه کېږي، د امریکا په میامي کې له سي جي ای نومي سوداګریز شرکت سره به دا سودا د راتلونکي کال په لومړیو دریو میاشتو کې وروستۍ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یاد هوټل ۱۲۰ کاله پخوانۍ ودانۍ پر پنسلوانیا واټ له سپنې ماڼۍ نژدې یوه کیلومتر واټن کې موقعیت لري.
۲۰۱۲ کال کې ټرمپ ارګنایزیشن ادارې د دې تاریخي پخوانۍ پوسته خانې ودانۍ بیارغاونې اجازه ترلاسه کړه.
له هغه څلور کاله وروسته دا ودانۍ د هوټل په توګه له هغه څو اونۍ وروسته پرانیستل شوه، چې ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ کاندید په توګه ټاکنو کې برخه اخیستل ومنل.















