تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حجاب: ایراني ښځو په ښکاره حجاب لیرې کړی او وېډیوګانې یې پر خواله رسنیو خپرې کړې
- Author, فارين تاجزاده
- دنده, بي بي سي فارسي
- د خپرېدو وخت
په ایران کې ښځو د چارواکو له لوري د جامو په تړاو د ټینګ قانون پر وړاندې په عامه ځایونو کې د حجاب لیرې کولو کمپاین پیل کړی او پر خواله رسنیو یې د خپل دې کار وېډیوګانې او انځورونه خپاره کړي دي.
یوه ایرانۍ ښځه چې یوه کلیپ کې کامرې ته ګوري او پر انټرنېټ خپره شوې وايي: "اجباري حجاب ته نه ووایئ! نن مې د خپل کار ځای ته په لوڅ سر موټر وچلاوه، خو وایم قانون ته نه وایم! زموږ هیله دا ده چې پخپل غوراوي او اغوستلو کې خپلواک واوسو".
د ښځو د حقونو فعالو ښځو هم په ټول هېواد کې د ځانونو داسې وېډیوګانې خپرې کړې چې په عامه ځایونو کې یې د نه حجاب پروخت ډکې کړې دي.
دا کار دوی د حجاب او پت د ملي ورځې په مناسبت کړی چې ایران کې هر کال د جولای پر ۱۲مه لمانځل کېږي.
دوی په دې کار ځان په لوی لاس زنداني کېدو ته ورکشوي، ځکه چې د هېواد "د جامو اړوند اسلامي قوانینو" سرغړونه کوي.
د هېواد بېلابېلو برخو په تفریحي ځایونو او واټونو کې ښځو وېډیوګانې ثبت کړې او ان ځینو یې د سمندر پر غاړه د لوڅو سرونو وېډیوګانې اخیستې دي، ځینې بیا د اوړي په نریو جامو او لنډو پرتوګونو کې ښکاري.
په یوه وېډیو کې چې زرګونه خلکو لاس په لاس کړې ده، یوه ښځه د سمندر پر څنډه چکر وهي، خپل حجاب لیرې کوي او پر ځمکه یې غورځوي، او پښه پرې ږدي.
په همدې ورځ، چارواکو د ښځو د حجاب مراعاتولو په ملاتړ د "اسلامي ملاتړ" په نامه کمپاین پیل کړی و.
د ایران رسمي تلوېزیون د "پت او حجاب" په نامه پروګرام خپور کړی چې ښځو پکې اوږده سپین کمیسونه او د سر زرغون پړوني اغوستي، چې دا د ایران ملي بیرغ ته اشاره ده.
په ورته وخت کې په پراخه کچه له فارسي ژبې یو هشټګ خپرېږي چې وايي: "دا ځل اجباري حجاب ته نه ووایاست" چې خبریالانو او مخالفو سیاستوالو هم لاس په لاس کړی دی.
ځینو ښځو پر سړو نیوکه کړې چې د چارو مهم پوستونه ورکړل شوي او د دوی شخصي ازدۍ یې محدودې کړې دي.
د بي بي سي فارسي د رپوټ له مخې، چارواکو لږترلږه پنځه هغه ښځې نیولې دي، چې په وېډیوګانو کې یې بې حجابه ښکاري.
ځینو ایراني ښځو د حجاب مراعاتولو یا نه مراعاتولو په تړاو د خپل حق لپاره د #MyStealthyFreedom (زما لوټل شوې ازادي) او #WhiteWednesday (سپینه څلرنۍ) په شان ورته کمپاین هم پیل کړی دی.
خو د ښځو پر وړاندې د ایران "د اخلاقو پولیسو" ټینګ ګامونه د پاموړ دي، په تېره د هغو ښځو پروړاندې چې د اسلامي جامو په نه مراعاتولو تورنې شوې.
په ۱۹۷۹ کال په ایران کې له اسلامي انقلاب راهیسې، ښځې د قانون له مخې د "اسلامي" حجاب په اغوستلو مکلفې شوې دي.
د قانون له مخې، ښځې باید چادر (اوږد ټیکری) چې معمولا له یوې ټوټې ټوکر جوړ او ټول بدن پوښي او د پړوني او د اوږدو لپاره یو "اوږپوښ" واغوندي.
د ایران د قضائیه قوې مشر غلام سحیني محسني ایجئ، ویلي، د ښځو د بې حجابۍ تر شا بهرنۍ کړې دي او استخباراتي ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د ایراني ښځو د بې حجاب تر شا کسان ومومي.
د هېواد ولسمشر ابراهیم رئیسي هم د ده په ټکو "په اسلامي ټولنه کې د منظم فساد دودولو" پرضد ټینګ ګامونه اخیستي دي.
خو پر دغو ګواښونو سربېره، ګڼو ښځو خپل احتجاج ته دوام ورکړی.
یوې ښځې په یوه وېډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې، ویلي "موږ نیولی شئ، خو زموږ کمپاین نه شئ درولی".
"موږ د ضایع کېدو لپاره څه نه لرو، موږ له څو کلونو راهیسې خپله ازادي له لاسه ورکړې ده او د بېرته اخیستو په هڅه کې یې یو".