د ډونلډ ټرمپ لومړنۍ مېرمن ایوانا ټرمپ د ۷۳ کالو په عمر مړه شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لومړنۍ مېرمن او د نوموړي د دریو اولادونو مور ایوانا ټرمپ د ۷۳ کالو په عمر مړه شوې.
ډونلډ ټرمپ د رښتیني ټولنیزه په نامه پر خپله خواله رسنۍ پاڼه په دې هکله لیکلي: ''هغه یوه ښایسته، حیرانوونکې او په زړه پورې ښځه وه، چې ستر او الهام ورکوونکی ژوند یې تېر کړ. "
اغلې ټرمپ چې په اوسني چک جمهوریت کې زېږېدلې وه، په ۱۹۷۷ کال کې یې د امریکا له مخکیني ولسمشر سره واده وکړ. د دوی دواړو تر منځ ۱۵ کاله وروسته ۱۹۹۲ کال کې طلاق وشو. ډونلډ ټرمپ جونیر، ایوانکا او ایریک ټرمپ د ډونلډ او ایوانا ټرمپ اولادونه دي.
د ایسوشیټیډ پریس په رپوټ کې ویل شوي پولیس وايي، دوی ګومان کوي چې ښايي د نوموړې د مړینې لامل کومه پېښه وي. سرچینو یاد خبري اژانس ته ویلي، اغلې ټرمپ په نیویارک کې د خپل کور زینو ته نژدې د بې هوښۍ په حال کې موندل شوې او ښايي له زینو لوېدلې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ او ایوانا ټرمپ د ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰ مو کلونو په اوږدو کې د نیویارک مشهور شخصیتونه بلل کېدل او د دوی بېلتون د ډېرو خلکو د بحث موضوع وه.
ښاغلی ټرمپ د نوموړې دویم مېړه و. ایوانا ټرمپ لومړی په اتریش کې له الفریډ وینکلمائر نومي سکي لوبې روزونکي سره واده کړی و، چې د رپوټونو له مخې هدف یې د اتریش تابعیت ترلاسه کول و.
هغه واده د دې لامل شو، چې نوموړې له خپل کمونیست واکمنۍ هېواده ووځي، چې هغه وخت د چیک سلواکیا په نامه یادیده. اغلې ایوانا ۱۹۷۰ کلونو کې خپله هم په کاناډا کې د سکي لوبې روزونکې او ماډل په توګه دنده درلوده.
هغې په ۱۹۷۶ کال کې نیویارک ته د یوه کاري سفر پر مهال له ښاغلي ټرمپ سره ولیدل او کال وروسته یې ورسره واده وکړ.






















