جي-۷: اوکرایین کې پر پلورنځي برید جنګي جنایت دی؛ ۱۶ کسان پکې وژل شوي

د ویډیو تشریح، روسیې اوکرایین کې له ګڼې ګوڼې ډک پلورنځی ویشتلی
د خپرېدو وخت

د اوکرایین کرېمېنچوک ښار کې پر یوه پلورنځي د روسي ځواکونو د توغندیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي ویلي د برید پر مهال دغه له ګڼې ګوڼې ډک پلورنځي شاوخوا زر ملکي کسان راټول وو.

هغه دغه برید "د اروپا تاریخ کې له ډېرو وحشیانه ترهګریزو کړنو" یوه بللې ده.‌

د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو (جي-۷) مشرانو چې جرمني کې راغونډ شوي، دا "ناوړه" برید غندلی دی.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې "په بې ګناه ملکي خلکو ړانده بریدونه جنګي جنایت دی."

Mall on fire

د عکس سرچینه، Reuters

دغه برید کې ۵۹ کسان ټپي شوي هم دي.

د رپوټونو له مخې د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ښايي‌ د وژل شویو شمېر نور هم لوړ شي.

تر دغه برید وروسته د پېښې له ځای خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې دغه پلورنځي کې اور لګېدلی دی.

کرملېن ماڼۍ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

زېلېسنکي په جرمني کې د جي-۷ هېوادونو مشرانو ته ویلي، غواړي د کال تر پايه او د ژمي له پيل مخکې جګړه پای ته ورسوي.‌

Firefighter in the shopping mall

د عکس سرچینه، Ukraine Emergency Services

د عکس تشریح، اور وژونکي تر برید وروسته د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي

ښاغلي زېلېنسکي‌ د یکشنبې پر ورځ وویل، اوکرایین ته د وسلو ورکړه کې ځنډ روسیه هڅولې چې بیا بیا بریدونه وکړي.

هغه همدا راز د هوايي دفاع سیستمونو او پر روسیې د نویو بندیزونو غوښتنه هم وکړه.

د اوکرایین ولسمشر وویل "شریکان که رښتیا شریکان وي او نندارچیان نه وي، باید په چټکه لاس به کار شي."

د اوکرایین ختیځ کې روسي ځواکونو د سېوېروډونېڅک تر نیولو وروسته ورڅېرمه لیسیچانڅک ښار هدف ګرځولی.