پر کیېف د روسیې توغندیو یو کس وژلی
د خپرېدو وخت
د روسیې د نویو بریدونو پیلېدو سره، نن (یکشنبه) ګهیځ د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې ځینې قوي چاودنې شوې دي. رپوټونه وايي، د روسي ځواکونو له خوا توغول شوي توغندي پر یوه استوګنیزه ودانۍ لګېدلي چې لږترلږه یو کس پکې وژل شوی او پنځه نور پکې ټپیان شوي.
د کېیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د پېښې ځای ته امبولانسونه او مرستندویان استول شوي دي.