پاکستان؛ پولیس په هغو کسانو پسې ګرځي چې پر دوشنبه یې د اختر لمونځ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, احتشام احمد شامي
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
د پاکستان پنجاب کې پولیسو د یوه جومات ملا امام په ګډون د هغو ۱۴ کسانو خلاف قضیه ثبت کړې، چې د حکومتي اعلان برعکس یې د دوشنبې پر ورځ د کوچني اختر لمونځ کړی.
د پولیسو رپوټ کې ویل شوي، چې د منډيي بهاوالدین سیمې یوه کلي ملا امام د دوشنبې پر ورځ اختر اعلان کړی او له ۱۴ کلیوالو سره یې د اختر لمانځه امامت کړی دی.
په رپوټ کې ویل شوي، د پاکستان رویت هلال کومېټې 'د سپوږمې لیدو ملي کومېټې ' د مې میاشتې درېیمه یانې سې شنبه اختر اعلان کړی، خو دې کسانو د رسمی اعلان برعکس پر دوشنبه 'مې دویمه ' اختر اعلان کړی او له قانونه یې سرغړونه کړې.
د ځايي پولیسو مشر شاهد محمود چې دې قضیه کې مدعي هم دی وايي، کله چې پولیس د کلي جومات ته ورسېدل، کلیوال د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته کورونو ته ستانه شوي وو.
نوموړی وايي، د دې کسانو نیولو هڅې روانې دي.
بل لور ځايي کلیوال وايي، دوی ته ملا امام ویلي و، چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې یې پیر او مرشد د ټیلیفون له لارې ورته ویلي، چې سپوږمۍ لیدل شوې او باید ټول مریدان یې د دوشنبې پر ورځ اختر ولمانځي.
ځايي پولیس وايي، د چک نمر ۲۸ نومي کلي ملا امام ۷ تنه کلیوال چې په اعتکاف کې ناست وو او ۷ نور کلیوال چې د ده پلویان وو، له ځان سره د اختر په لمانځه کې ملګري کړي، خو نورو کلیوالو نه اختر لمانځلی او نه یې هم پر دوشنبه د اختر لمونځ ادا کړی.
د منډي بهاوالدین سیمې پولیس وايي، دا په ټوله سیمه کې بې سارې پېښه ده او له دې یوه کلي پرته بل ځای د دوشنبې پر ورځ اختر نه دی لمانځل شوی.
پولیس وايي، د کلي امام اوس بې درکه دی او مقتدیان یې وايي، چې څو ورځې وروسته به بېرته ستنېږي.




















