پاکستان کې دوه اخترونه: د پېښور قاسم علي خان جومات د سپوږمۍ لیدو سره تړاو څومره پخوانی دی؟

مسجد قاسم علی خان
    • Author, عزيزالله خان
    • دنده, بي بي سي پېښور
  • د خپرېدو وخت

د تېرو کلونو پرتله سږ کال هم پاکستان کې د دوو اخترونو د لمانځلو دود ساتل شوی. نن یوازې په خیبر پښتونخوا کې اختر دی او سبا د سې شنبې په ورځ به د پاکستان په نورو ایالتونو کې اختر ولمانځل شي.

د پاکستان مرکزي رویت هلال کمېټې اعلان کړی و چې میاشت یې نه ده لیدلې او پاکستان کې به اختر د سې شنبې په ورځ وي خو د پېښور په قاسم علی خان جومات کې د مفتي شهاب الدین پوپلزي په مشرۍ یوې غیر رسمي کمېټې د سپوږمۍ لیدل تائید کړي وو او نن یې په خیبر پښتونخواه کې د کوچني اختر د لمانځلو اعلان کړی و.

د خیبر پښتونخوا وګړي له څه مودې راهیسې د هېواد د نورو سیمو پرتله په جلا ورځ اختر لمانځي.

قاسم علي خان د پېښور یو له پخوانیو جوماتونو دی او هر کال د اختر نېټې مالومولو په برخه کې ځانګړی رول لري.

هر کال پاکستان کې د روژې د میاشتې پیل او اختر لپاره د نېټې د ټاکلو پر مهال بحث پر همدې وي چې ایا سږ به هېواد کې یوه ورځ او که په دوو جلا ورځو اختر لمانځل کېږي.

ټول پاکستان کې ښايي قاسم جومات یوازینی جومات وي چې د اختر لپاره د سپوږمۍ لیدلو یا نه لیدلو پرېکړه کوي او د ایالت په کچه یې پرېکړه ټولو ته د منلو هم وي.

د قاسم علي خان جومات تاریخ

مفتي شهاب الدين

د عکس سرچینه، FB

دا جومات د پېښور مشهور قصه خوانۍ بازار سره نژدې مسګرا بازار کې دی.

د دې جومات د نوم په اړه نظرونه جلا دي، د مثال په ډول یو نظر دا دی چې دا جومات او څنګ ته یې درې نور جوماتونه د مغلو وزیر اعلی مهابت خان جوړ کړي وو او دا جوماتونه د مهابت خان او د هغه د ورونو قاسم خان، دلاور خان او ګنج علي خان په نومونو نومول شوي وو.

خو له بل اړخه د پېښور پوهنتون د ارګیالوژۍ څانګې پروفیسور ابرهیم د څېړنې له مخې دا جومات د مغل پاچا اورنګزېب پر وخت د یوه افسر له خوا جوړ شوی وو او د هغه په نوم نومول شوی. ښاغلی ابراهیم وايي نژدې ورته دوه نور جوماتونه دلاور علي خان او ګنج علي خان هم د دوو افسرانو لخوا جوړ شوي وو.

پوپلزی کورنۍ او قاسم علي خان جومات

پېښور کې پوپلزی کورنۍ یو مهمه او اغېز لرونکو کورنیو نه شمېرل کېږي. د دې کورنۍ یو مهم غړی عبدالرحیم پوپلزی د سکانو د حکومت پر وخت د پېښور قاضي و.

د دې کورنۍ یو مهم کس عبدالحکیم پوپلزی د خلافت مبارزه کې فعال و چې وروسته بیا له همدې کبله د قاسم علي خان جومات خطیب وټاکل شو.

د عبدالحکیم پوپلزي زوی عبدالرحیم پوپلزی دویم هم د هغه وخت خلافت تحریک کې فعال و او د مبارزې له امله یې نهه کاله بندي هم وو.

د قاسم علی خان جومات اوسنی امام مفتي شهاب الدین پوپلزی د عبدالرحیم پوپلزی دویم لمسی دی.

مسجد قاسم علی خان

قاسم علی خان جومات او د سپوږمۍ لیدلو دود

خیبر پښتونخوا کې د نوې میاشتې رارسېدو سره د سپوږمۍ لیدلو دود عام دی او ډېریو کلیوالو سیمو کې خلک لېواله وي چې سپوږمۍ وویني.

له تاریخي پلوه هم له قاسم علي خان جوماته د روژې میاشتې او اخترونو د نېټو په اړه اعلانونه کېدل او تر ډېره به یې پرېکړه ناندراییزه نه وه.

۲۰۲۰ کال کې بي بي سي سره د مرکې پر مهال پروفیسور قبله ایاز ویلي وو چې د پاکستان له جوړېدو وړاندې د سپوږمۍ د لیدلو پرېکړه او اعلان به تر ډېره له قاسم علي خان جوماته کېده او د دغه ډول پرېکړو لپاره کومه مرکزي کمېټه نه وه.

د ده په خبره، کله چې ۱۹۶۰ کې ایوب خان د پاکستان ولسمشر وټاکل شو نو هغه مرکزي رویت هلال کمېتۍ جوړه کړه او موخه یې دا وه چې ټول پاکستان کې په یوه ورځ روژه او په یوه ورځ اختر وي.

له هغې وروسته به د پاکستان نژدې په ټولو سیمو کې په یوه ورځ روژه پیلېده او په یوه ورځ به اختر لمانځل کېده یوازې قاسم علي جومات به د شاوخوا سیمو لپاره انفرادي پرېکړې کولې.

په دې تړاو مو د جومات له پالونکو سره خبرې وکړې او د هغوی دریځ دا دی چې د سپوږمۍ لیدلو دود له تاریخي پلوه دې جومات سره تړلی نو له دې امله یې باید دوی دا دود وساتي. په دې اړه مو د جومات له خطیب او امام مفتي شهاب الدین سره د خبرو غوښتنه وکړه خو هغه له خبرو انکار وکړ