په هند کې د کوویډ پېښو له کمېدو سره هممهاله د رنګونو جشن 'هولي' لمانځل کېږي

Students celebrate Holi at Panjab University on March 17, 2022 in Chandigarh, India.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هولي د رنګونو جشن هم بلل کېږي.
د خپرېدو وخت

میلیونونه هندیان په خپل هېواد کې د کوویډ - ۱۹ پېښو له کمېدو سره هممهاله هولي یا د 'رنګونو جشن ' لمانځي. د رنګونو دا فېسټیوال تېر کال د کورونا وبا د بندیزونو له کبله کم رنګه ولمانځل شو.

هولي د شمسي کالینډر وروستۍ میاشتې بشپړې سپوږمۍ پر ورځ لمانځل کېږي.

Students play with colours on the eve of Holi festival, at Shankar Lal Ground of Delhi University, on March 17, 2022 in New Delhi, India.

د عکس سرچینه، Getty Images

Women play with colours on the eve of Holi festival on March 17, 2022 in Bathinda, India

د عکس سرچینه، Getty Images

دا ورځ په خورا خوښۍ لمانځل کېږی، ډېری خلک نوې جامې اغوندي او یو بل ته رنګونه ورشېندي. دا د نوي پیل نښه هم ګڼل کېږي. د هولي ورځ د شاندارو مېلو او نڅا سره مله وي. ځینې خلک یو پر بل ګلان شیندي، د ګلانو روښانه رنګونه د پسرلي راتګ نښه ګڼل کېږي.

د فېسټیوال په ماښام، خلک د بدو پر وړاندې د نیکۍ د بریالیتوب سمبول په توګه اور بلوي.

Revellers smeared in coloured powder dance during the Holi celebrations, the Hindu spring festival of colours, in Hyderabad on March 17, 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

Devotees perform rituals during 'Holika Dahan' on the eve of Holi festival at Exhibition road on March 17, 2022 in Patna, India

د عکس سرچینه، Getty Images

هند کې سږکال د هولي جشنونه د کورونا له سختو بندیزونو پرته ترسره کېږي. د دې هېواد په بېلا بېلو برخو کې خلک د لمانځلو لپاره واټونو ته وتلي وو.

دا فېسټیوال د لمانځونکو لپاره یوه پراخه ټولېدنه ده.

A street stall selling colours on the eve of Holi festival, at Sadar Bazaar on March 17, 2022 in Gurugram, India

د عکس سرچینه، Getty Images

People dressed as Hindu deity Lord Krishna and Radha smeared with coloured powder, dance to celebrate Holi festival on March 17, 2022 in Kolkata, India.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مذهبي کسان دا ورځ په خپل ټول ویاړ سره لمانځي او د هندوانو مذهبي شخصیتونو سمبولیک کالي اغوندي.

پروسږکال د پلازمېنې ډیلي په ګډون ډېرو ایالتونو کې د هولي لویې لمانځلغونډې منع شوې وې، ځکه په ټول هېواد کې د کورونا پېښې زیاتې وې.

د هغه مهال پرتله اوس د کورونا پېښې کمې شوې دي.

هغه وخت په اونیو - اونیو د ورځې په اوسط ډول ۲۵۰۰ نوې پېښې ثبتېدې او هر ځای کې بندیزونه لګېدلي وو.

Children playing Holi during Chapak Holi Milan Samaroh at Hanuman Nagar Park on March 17, 2022 in Patna, India

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کوویډ ناروغانو شمېر له ډېرېد و سره د هولي لمانځونکو شمېر ډېر شوی
Revellers smeared in coloured powder dance during the Holi celebrations, the Hindu spring festival of colours, in Hyderabad on March 17, 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټول هند کې د خلکو پر غونډو بندیزونه نرم شوي دي.

د فېسټیوال تصویرونه ښیې چې خلک په بشپړ ډول په رنګونو کې پټ شوي او داسې ښکاري چې لویو جشنونو کې یې برخه اخیستې ده.

د دې ترڅنګ حکومتي چارواکو او روغتیا پالانو اندېښنه ښودلې او د ډېرې بې پروايۍ په هکله یې خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا وزارت د ایالتونو مسولینو ته لارښوونه کړې وه چې "کلک څار" وکړي ځکه په چین، سینګاپور او یو شمېر اروپایی هېوادونو کې د کوویډ -۱۹ پېښې بیا ډېرې شوې دي.

Devotees celebrate with colours, a day before the festival of 'Holi', at Govind Dev Ji Temple, in Jaipur, Rajasthan, India,Thursday, March 17, 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټول هند کې په لویو غونډو باندې بندیزونه کم شوي دي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.