په هند کې د کوویډ پېښو له کمېدو سره هممهاله د رنګونو جشن 'هولي' لمانځل کېږي

د خپرېدو وخت

میلیونونه هندیان په خپل هېواد کې د کوویډ - ۱۹ پېښو له کمېدو سره هممهاله هولي یا د 'رنګونو جشن ' لمانځي. د رنګونو دا فېسټیوال تېر کال د کورونا وبا د بندیزونو له کبله کم رنګه ولمانځل شو.

هولي د شمسي کالینډر وروستۍ میاشتې بشپړې سپوږمۍ پر ورځ لمانځل کېږي.

دا ورځ په خورا خوښۍ لمانځل کېږی، ډېری خلک نوې جامې اغوندي او یو بل ته رنګونه ورشېندي. دا د نوي پیل نښه هم ګڼل کېږي. د هولي ورځ د شاندارو مېلو او نڅا سره مله وي. ځینې خلک یو پر بل ګلان شیندي، د ګلانو روښانه رنګونه د پسرلي راتګ نښه ګڼل کېږي.

د فېسټیوال په ماښام، خلک د بدو پر وړاندې د نیکۍ د بریالیتوب سمبول په توګه اور بلوي.

هند کې سږکال د هولي جشنونه د کورونا له سختو بندیزونو پرته ترسره کېږي. د دې هېواد په بېلا بېلو برخو کې خلک د لمانځلو لپاره واټونو ته وتلي وو.

دا فېسټیوال د لمانځونکو لپاره یوه پراخه ټولېدنه ده.

پروسږکال د پلازمېنې ډیلي په ګډون ډېرو ایالتونو کې د هولي لویې لمانځلغونډې منع شوې وې، ځکه په ټول هېواد کې د کورونا پېښې زیاتې وې.

د هغه مهال پرتله اوس د کورونا پېښې کمې شوې دي.

هغه وخت په اونیو - اونیو د ورځې په اوسط ډول ۲۵۰۰ نوې پېښې ثبتېدې او هر ځای کې بندیزونه لګېدلي وو.

د فېسټیوال تصویرونه ښیې چې خلک په بشپړ ډول په رنګونو کې پټ شوي او داسې ښکاري چې لویو جشنونو کې یې برخه اخیستې ده.

د دې ترڅنګ حکومتي چارواکو او روغتیا پالانو اندېښنه ښودلې او د ډېرې بې پروايۍ په هکله یې خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا وزارت د ایالتونو مسولینو ته لارښوونه کړې وه چې "کلک څار" وکړي ځکه په چین، سینګاپور او یو شمېر اروپایی هېوادونو کې د کوویډ -۱۹ پېښې بیا ډېرې شوې دي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.