په نړۍ کې تر ټولو لویه مذهبي مېله پيل شوه

Tents in the Kumbh Mela grounds
د عکس تشریح، مېله ځای کې د کېږدیو یو پنډغالی چمتو کېږي، چې نړۍ کې تر ټولو لوی بلل کېږي
د خپرېدو وخت

د هند شمالي پریاګ راج 'اله اباد' ښار کې د سې شنبې پر ورځ له 'سپیڅلي' غسل سره د کومب په نامه هغه مېله رسماً پیل شوه، چې په نړۍ کې د هندوانو تر ټولو لویه اجتماع بلل کېږي.

دغه مېله به ۴۹ ورځې دوام وکړي او داسې تمه کېږي چې پر لومړۍ ورځ به پکې ۱۵ میلیونه کسان ګډون وکړي.

An Indian sadhu (Hindu holy man) sits inside his tent as he use his mobile phone during the Kumbh Mela festival area in Allahabad on January 13, 2019

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دغې مېلې په مناسبت د سیمې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دريو ورځو لپاره تړل شوي دي.

د دغې مېلې په مناسبت د سیمې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د دريو ورځو لپاره تړل شوي دي.

کوچنیو موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې ښار ته ننوځي، بلکې له نورو سیمو ورغلي خلک په ځانګړو بسونو کې د مېلې ځای ته لېږدول کېږي.

Indian devotees take a dip on the banks of the Triveni Sangam, the confluence of the Ganges, Yamuna and mythical Saraswati rivers, as people gather for the Kumbh Mela festival in Allahabad on January 14, 2019.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندوان له خپلې مذهبي عقیدې سره سم د ګنګا او جمنا سیندونو یو ځای کېدو سیمه کې 'سپېڅلی' غسل کوي

ویل کېږي په مېله کې ښايي تر ۱۲۰ میلیونو پورې کسان اله اباد ته سفر وکړي او د ګنګا، جمنا سیندونو یو ځای کېدو په ځای کې نژدې یو میلیون بهرنیان هم ورسره یو ځای شي.

د هندوانو له مذهبي عقیدې سره سم د دې دواړو سیندونو یو ځای کېدو ځای کې تر اوبو وتل دوی له ګناهونو پاکوي او د ژغورنې سبب یې کېږي.

د مېلې ځای 'کومب ' سیمې ځايي چارواکي وايي، مخکې به شاوخوا ۲۰ کیلومتره سیمه کې مېله کېده، خو سږ کال یې د مېلې ساحه ۴۵ کیلومتره سیمې ته غځولې ده.

دوی وايي، دې سره به د سیندونو یو ځای کېدو سیمه کې ګڼه ګوڼه هم کمه شي او اوبو کې د غوټې وهلو لپاره به نور ځایونه هم چمتو شي.

A Hindu holy man in the Kumbh Mela

د عکس سرچینه، Ankit Srinivas

د عکس تشریح، کومب مېله کې یو هندو راهب

دغه مېله د ځمکې پر مخ د انسانانو تر ټولو لویه اجتماع بلل کېږي، چې ان له فضا هم لیدل کېږي.

له همدې کبله سیمه کې د کېږدیو یو پنډغالی چمتو شوی، چې دا هم په نړۍ کې بې ساری دی او د ښار سړکونه هم د پخوا پرتله نور پراخ شوي دي.

د مېلې تر ځایه ۳۰۰ کیلومتره نوی سړک چمتو شوی او د ښار په څنډو کې د نژدې نیم میلیون موټرو لپاره ځانګړي تم ځایونه چمتو شوي دي.

هندي چارواکي وايي، د مېلې پر انتظاماتو نژدې ۴۸ میلیارده روپۍ لګښت شوی.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

کومب مېله له پېړیو راهیسې دغه سیمه کې دود ده، خو له تېرو دوو لسیزو راهیسې په دغه مېله کې د ګډونوالو شمېر په بې ساري ډول ډېر شوی دی.

د سږ کال مېله ارد کومب یا د دوو کومب مېلو تر منځ مېله بلل کېږي، خو ویل کېږي د ګډونوالو شمېر یې د ۲۰۱۳ کال د بشپړې مېلې پرتله هم د لږېدو پر ځای په ډېرېدو دی.

د بي بي سي خبریاله ګېتا پانډې د مېلې له سیمې رالېږلي رپوټ کې د سیاسي مسایلو شنونکو له قوله وايي، د توکمپال بي جي پي ګوند حکومت راتلونکو ټاکنو ته په پام سره د مېلې انتظامات پراخ کړي دي.

په اله اباد ښار او ان مېله ځای کې هر لور ته د لومړي وزیر نرېندرا مودي تصویرونه لیدل کېږي.

People sit near a cardboard cut-out of Narendra Modi
د عکس تشریح، د لومړي وزیر نرېندرا مودي تصویر په شاوخوا کې د مېلې ګډونوال لیدل کېږي

دغه مېله کې د 'ناګا ' په نامه راهبانو ته ډېر پام اوړي چې د کالیو اغوستو پر ځای پر لغړو بدنونو ایرې موښي. د بي بي سي خبریاله وايي، د مېلې له رسمي پیله مخکې په مېله ځای کې د موسیقۍ او نڅا محفلونه پیل شوي وو.

د مېلې یو شمېر ګډونوالو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د 'ګنګا مور په غوښتنه ' مېلې ته راغلي دي. یو بزګر پرمود شرما وايي:

'زموږ باور دا دی چې په له سپېڅلي غسل سر زموږ ګناهونه وینځل کېږي '

'یو بل ګډونوال شاب جي راجه وايي، دغو اوبو کې ځانګړي خصوصیات دي، دلته لامبلو سره ټولې ناروغۍ له منځه ځي او د لارې خنډونه لېرې کېږي. '

An Indian sadhu (Hindu holy man) in Kumbh Mela 2019

د عکس سرچینه، Ankit Srinivas

۔.