هند کې دیارلس تنه څاه ته لوېدلي او مړه شوي

Site of accident in Kushinagar

د عکس سرچینه، ANI

د عکس تشریح، دا کسان د واده د مراسمو پر مهال څاه ته لوېدلي
د خپرېدو وخت

د هند په شمال کې د اتر پردېش ایالت کې څاه ته د لوېدو له امله شاوخوا دیارلس کسان مړه شوي دي.

ځايي پولیس وايي، پېښه د واده د مراسمو پر مهال رامنځته شوې او ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

د پولیسو په وینا دا کسان پر یوه اوسپنیزه تخته چې د څاه سر يې پوښلی و ناست و چې د وزن زیاتېدو له امله ترې لاندې څاه ته پرېوتي دي.

په پېښه کې چې د کوشی نګر سیمه کې رامځته شوې دوه کسان ټپیان شوي هم دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي یاده پېښه زړه بوږنوونکې بللې.

پېښه د چهارشنبې په ماښام د واده مراسمو (هلدي) پر مهال رامنځته شوې چې په دې مراسمو کې د ناوې او زوم خپلوان راټولېږي او پر مخونو یې کورکمن موښي.

پولیس وايي، د اوسپنیزې تختې له ماتېدو سره سم ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې ۱۱ کسانو یې سملاسي ساه ورکړې او او دوه نور وروسته مړه شوي دي.

د اتر پردېش اعلی وزیر د سیمي له چارواکو غوښتي چې د پېښې قربانیانو له کورنیو سره دې مرسته وکړي.

همدا راز د سیمې قاضي اېس راجالینګم ویلي دوی به د قربانیانو کورنیو ته یو څه د غرامت په ډول ورکړي.