د چین په شمال کې سېلابونه؛ نږدې دوه میلیونه وګړي بې ځایه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې د چین شمال کې د شانشي په ولایت کې یو اعشاریه ۷۶ میلیونه وګړي د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي.
د دغه ولایت په ۷۰ ولسوالیو کې د موسمي بارانونو له امله سیلاونه راوتلي، کورونه نړیدلي او ځمکې ښوېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه کم درې میاشتې مخکې هم د سختو بارانونو له امله سیلاونو کې څه باندې ۳۰۰ کسان په چین کې مړه شول.
د چین د هوا پیژندنې ادارې سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې سخت بارانونه او توپان د ژغورنې چارې له خنډوځنډ سره مخامخ کړي دي.
چینايي چارواکو د چین دولتي خبري آژانس ته ویلي ۱۲۰ زره کسان په عاجله توګه نورو سیمو ته لېږدول شوي او په وینا یې ۱۷ زره کورونه په شانشي ولایت کې نړیدلي دي.
ویل کېږي چې په شانشي ولایت کې نژدي دوه میلیونه وګړي له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.
که څه هم په شانشي کې د سیلاونو او ځمکې ښوویدنې له امله د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي د چین د یوه دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ځمکې د ښوویدنې په یوه پېښه کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي.
په شانشي کې اوسني سیلاونه د هغو پرتله ناوړه بلل شوي چې د روان کال په لومړیو کې د چین په نورو برخو کې راغلي وو.
د شانشي په ولایت مرکز کې چارواکو په لوډسپکرونو کې خلکو ته ویل چې ''وارخطا کېږي دې نه، ماشومان دې پر خپلو سرونو کینوي او د ژغورولو لومړیتوب به د پاخه عمر خاوندانو او ښځو ته ورکول کېږي خو ټول ځپل شوي کسان به په نوبت ژغورل کېږي. ''
په شانشي ولایت کې د سکرو کانونه دي خو د چین حکومت اړ شوی چې د سکرو په کانونو او نورو فابریکو کې د سختو بارانونو له امله چارې ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې چین د انرژۍ د تولید په برخه کې وار دمخه له ستونزو سره مخامخ دی چې له امله یې د برېښنا پرچاوي هم ډېره ده.
حکومت په ځینو فابریکو کې یوازې ځانګړو برخو ته د برېښنا د کارولو اجازه ورکړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شانشي ولایت ځايي چارواکي وايي تازه یې د سکرو په ۶۰ کانونو، ۳۷۲ فابریکو او د خطرناکو کیمیاوي توکو په ۱۴ فابریکو کې یې چارې درولې دي.
تر دې وړاندې د اکتوبر په څلورمه نېټه هم د سکرو په ۲۷ کانونو کې چارې درول شوې وې.
شانشي کې دغه راز ځیني لرغونې سیمې هم شته چې اوس د سختو بارانونو له امله له خطر سره مخامخې دي.






















