د تصویرونو البوم: د چین په ختیځ کې سیلابونه راوتلي

د عکس سرچینه، AFP
له تېرو څور ورځو راهیسې د چین په ختیځو او منځنیو برخو کې سخت سیلابونه راوتلي دي.
د چین هوا پېژندنې ادارې مسوولینو په وینا د پویانګ جهیل په ګډون د سیلابونو له کبله د یو شمېر جهیلونو اوبه ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلې او له ځنډو اوښتې دي.

د عکس سرچینه، AFP
د روانې اونئ په پیل کې ځايي چارواکو وویل، د ۳۳ سیندونو اوبه د معمول له کچې ډېرې زیاتې بهیري.

د عکس سرچینه، AFP
د دغې ادارې چارواکي وايي، که څه هم په ځینې سیندونو کې د اوبو کچه په کمېدو ده، خو د هېواد په لر او بر کې تر اوسه لږ تر لږه د ۹۸ سیندونو اوبه د خطر له نښانه پورته روانې دي. له همدې کبله د بېړنیز حالت دریمه درجه اعلان شوې ده. ځینې ودانۍ د سیلابي اوبو له کبله ړنګې شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP
تر اوسه د لږ تر لږه ۱۴۰ کسانو مړینه اعلان شوې او ویل کېږي چې میلیونونه کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
په لوشان سیمه کې د جهیل غاړو خوندي ساتلو لپاره زرګونه پوځیان په کار ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
دټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.














