"ښايي بريتانيا کې د ځينو افغانانو د پناه غوښتنه رد شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت ويلي د کيدی شي د ځينو هغو افغان کډوالو د پناه غوښتنليکونه چې د "طالبانو له خوا تر جدي ګواښ لاندې نه دي رد شي".
په ورته وخت کې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بريتانيا د هغو افغان کډوالو د بېرته جبري ستنېدو پروسه درولې چې د پنا غوښتنليکونه يې رد شوي دي.
د بريتانيایي رسنيو د راپورونو له مخې د کورنيو چارو وزارت د لارښود له مخې پناغوښتونکي بايد د خپلو قضيو لپاره د افغانستان د عمومي وضعيت او ملکي وګړو ته له ګواښ پرته ځانګړي دليلونه وړاندې کړي.
د دغه لارښود له مخې کېدی شي د اصلي ګواښ د نشتوالي له امله د کډوالو غوښتنليکونه رد کړل شي.
په نوي لارښود کې ويل شوي چې په "افغانستان کې تاوتريخوالی دومره لوړ نه دی چې عموما د يوه اصلي ګواښ استازيتوب وکړي".
وروسته له هغه چې طالبان د اګست پر ۱۵ مه واک تر لاسه کړ ځينې سيمې چې پخوا په کې جګړه وه اوس خوندي ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې بريتانيا اعلان کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له افغانستانه ۲۰ زره کډوال ومني. په لومړي کال کې به پنځه زره افغانانو ته بريتانيا کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي. په دې شمېر کې هغه پنځه زره ژباړونکي او د هغه کسان چې د بريتانيا له حکومت سره يې کار کړی شامل نه دي.
په وروستيو کې د بريتانيا د کورونيو چارو وزيرې پريتي پټېل د دغه هېواد سرحدي ځواکونو ته اجازه ورکړې وه چې د انګريز تنګي له لارې د کډوالو ورتلونکې کښتۍ بېرته فرانسې ته ور ولېږي او بريتانيا ته د ننوتو اجازه ورنکړي.




















