د امریکا پخوانی دفاع وزیر او "د ترهګرۍ ضد جګړې" یو اصلي طراح ډونلډ رمسفلډ ومړ

رمزفلډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رمسفلډ پر ۱۹۷۵ کال د تر ټولو ځوان دفاع وزیر او بیا بوش ولسمشرۍ کې تر ټولو بوډا دفاع وزیر و.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د دوو وختونو پخوانی دفاع وزیر ډونلډ رمسفلډ چې د عراق جګړې یو اصلي طراح و، په ۸۸ کلنۍ کې مړ شو.

هغه د زوی جورج بوش ولسمشرۍ کې د کابینې غړی او له "ترهګرۍ" سره د جګړې برخه کې د حکومت اصلي ملاتړی و.

د سپټمبر ۱۱ بریدونو پر مهال چې پکې الوتک تښتوونکو یوه الوتکه د پنټګان ودانۍ سره وجنګوله، ښاغلی رمسفلډ پنټګان یا دفاع وزارت کې و.

ښاغلی رمسفلډ هغو لومړنیو کسانو کې و چې د پېښې ځای ته ورسېد او د ټپیانو لېږدولو کې یې مرسته وکړه.

تر دې پېښې میاشت کم وخت کې د ولسمشر جورج بوش په ولسمشرۍ د امریکا حکومت افغانستان کې د القاعده ډلې- چې د دې بریدونو مسووله یې بولي- او طالبانو پرضد هوايي عملیات پیل کړل او په څو اونیو کې یې د طالبانو حکومت وپرځاوه.

امریکا بیا دوه کاله وروسته پوځي عملیاتو کې د عراق د صدام حسین حکومت هم وپرځاوه.

ښاغلي رمسفلډ پر ۲۰۰۶ کال د عراق د جګړې بهیر کې استعفا وکړه، خو تل یې له خپلې دندې دفاع کوله.

د رمسفلډ کورنۍ یوه بیان کې وايي: ژوره خواشینۍ سره د امریکايي چارواکي، مېړه، پلار او نیکه ډونلډ رمزفلډ د مړینې خبر در کوو.

غبرګون

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

جورج بوش تر دې خبر وروسته ښاغلی رمسفلډ "ډېر ښه او باهوش سړی، نه بې انرژي کېدونکی او بېلګه حکومتي کارمن" بللی، چې "له مسوولیت یې اوږې نه سپکولې. "

د امریکا اوسني دفاع وزیر لوییډ اسټن ښاغلی رمسفلډ بې اندازې انرژۍ ډک، هوښیار او خپل هېواد خدمت ته ژمن کس بللی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد رمسفلډ څو اړخه او د ۲۱ پېړۍ د ځینې ډېرو جنجالي پرېکړو یو مرکزي کس بولي.

نوموړی خپل ټوېټ کې زیاتوي: "د ډونلډ رمسفلډ مرګ پرلیکه یا مجازي نړۍ کې لوی بحث پارولی. ډیری یې له هغه سره پر مخالفت متمرکز دي. زه هم تر ډېره له هغه سره همغږی نه وم. "

نوموړی زیاتوي که له دې تېر شو چې تاریخ به د رمسفلډ په هکله څه ډول قضاوت کوي، "زما ملګری و. له کورنۍ سره یې خواخوږي ښيم. "

ښاغلی رمسفلډ د نوې مکسیکو په تایوس ښار کې خپل کور کې مړ شوی دی.

رمسفلډ څوک و؟

رمز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ښي لوري زوی بوش او رمسفلډ

هغه پر ۱۹۳۲ کال شیکاګو کې وزېږېد او د څو لسیزو لپاره د سیاست نړۍ سړی و.

هغه د ۱۹۶۰ کلونو لومړیو کې اول واشنګټن ته لاړ او د ریچارډ نېکسن او جرالډ فورډ حکومتونو کې پر مختلفو دندو پاتې شو.

هغه پر ۱۹۷۵ کال تر ټولو ځوان کس و چې د امریکا د دفاع وزیر په توګه وپېژندل شو او بیا د جورج بوش ولسمشرۍ کې تر ټولو بوډا کس و چې همدا دنده یې درلوده.

هغه د واشنګټن سیاسي کړیو کې داسې کس بلل کېده چې له توپان د ځان اېستلو کې یې بې سارې وړتیا درلوده.

د هغه د کاري مخینې یوه یادپاتې شېبه هم پر ۲۰۰۲ کال یوه خبري کانفرنس کې پېښه شوه چې له ډلوژونکو وسلو سره د صدام حسین د اړیکو په تړاو د کره شواهدو د نشتوالي په هکله وپوښتل شو.

هغه په ځواب کې "د پېژندلو شویو مالوماتو او ناپېژندل شویو مالوماتو" په هکله اوږد وضاحت له امله له ملنډو سره مخ شو.

د ۲۰۰۳ کال مارچ کې د عراق له جګړې پیلېدو مخکې ښاغلي رمسفلډ د داسې عملیاتو دفاع کوله.

هغه ویل د عراق ډلوژونکې وسلې د نړۍ لپاره خطر دی، خو دا وسلې په عراق کې پیدا نه شوې.

هغه پر ۲۰۱۱ کال د خپلو یادښتونو کتاب کې د عراق د جګړې دفاع کړې، خو په دې تړاو یې پر ځینې څرګندونو خواشیني ښودلې ده.