'د ترهګرۍ ضد جګړه': ایا بهر کې د لوېدیځ د لویو پوځي عملیاتو پړاو ختم شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فرنک ګارډنر
- دنده, د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال
- د خپرېدو وخت
په داسې حال کې چې له افغانستان بهرني ځواکونه په وتلو دي، فرانسې ویلي په مالي جمهوریت کې به د خپلو پوځیانو شمېر راټیټ کړي او په عراق کې د بریتانیايي او لوېدیځو ځواکونو جګړه ییز ماموریت نور په ختمېدو دی.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش لخوا د "ترهګرۍ ضد جګړه" تر اعلان نژدې شل کاله وروسته، ایا د ځمکې پر سر لرې سیمو ته په لوی شمېر د پوځیانو استولو پېر په ختمېدو دی؟
دقیقاً نه، لاهم د افریقا په ځینو ساحلي سیمو کې د جهادیانو پرضد د جګړې لویې هڅې روانې دي، خو د دې ماموریت د څرنګوالي په اړه بنسټیز بدلون او فکر ته اړتیا ده.
په پراخه کچه لرې سیمو ته د پوځیانو استول او جګړه له مالي او ځاني اړخه ډېر لګښتې تمامه شوې ده، خو له کورني ان بهرني سیاسي اړخه یې هم ځینو هېوادونو ته ډېر زیان اړولی.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې او پوځي حضور لګښت تر یو ټریلیون ډالرو اوښتی، لسګونه زره افغان او امریکايي پوځیان، عام افغانان او د مقابل لوري (طالبانو) جنګیالي پکې ووژل شول.
هلته د لوېدیځ د پوځي حضور په اوج (۲۰۱۰ کال) کې، د دغو ځواکونو شمېر تر سلو زرو اوښتی و، خو ۲۰ کاله وروسته داسې مهال لوېدیځ پوځیان بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي، چې طالبان د لا نورو سیمو نیولو ته چمتووالی نیسي.
د پوځیانو ډېر مرګ د امریکا او شوروي جګړې پای ته ورسولې

هرڅومره چې د بغاوت او باغي ډلو پرضد د وخت له اړخه پوځي هڅې ډېرې او اوږدې وي، هومره په جنګي نظامونو کې د ځواکونو د کمزورۍ ټکي د نورو بېلابېلو ډلو د راڅرګندېدو شونتیا ډېروي.
دا ټکی تر ډېره د دغو ځواکونو په لیکو کې د مرګ ژوبلې د کچې په لوړېدو کې ډېر څرګند دی چې په کور دننه سیاسي ډګر کې یې بیه لا ډېره لوړه اټکل کېږي.
د ویتنام په جګړه کې تر ۵۸ زرو ډېر امریکايي پوځیان او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال نژدې ۱۵ زره روسي پوځیان ووژل شول، دا لویه مرګ ژوبله یو له هغو لویو عواملو ده چې د دغو دواړو جګړو د ژر پای ته رسولو لار یې هواره کړه.
له ۲۰۱۳ کال راهیسې په مالي کې د فرانسې نژدې ۵۰ پوځیان ووژل شول او په دې پوځي ماموریت کې فرانسه کې د جګړې د تایید کچه تر ډېره راټیټه شوه.
د سعودي یو میلیارد ډالر لګښتې جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه جګړې له مالي اړخه جنګېدونکو هېوادونو ته ډېر لګښتې تمامېږي او په ډېرو حالاتو کې د لومړنیو اټکلونو خلاف وي.
کله چې په ۲۰۱۵ کال کې سعودي عربستان په یمن کې جګړه پیل کړه، هېڅ داسې تمه نه کېده چې دا ټوله موده (شپږ کاله) به سعودي هلته په جګړه کې ښکېل پاتې شي. شمېرې ښيي چې دې مداخلې تر اوسه د سعودي خزانې ته نژدې سل میلیارد ډالر زیان رسولی.
همدارنګه، د بشر حقونو په اړه اندېښنې هم هر ډول پوځي برید له خنډ سره مخامخولی شي.
په افغانستان کې د واده پر مراسمو د امریکا هوايي برید او په یمن کې د سعودي هوايي برید کې د ولسي وګړو وژل کېدو او په یمن کې د عربي متحده اماراتو د ټلوالې له خوا د بشر حقونو سرغړونې د دغو هېوادونو پر باور او ابرو منفي اغېز وکړ.
د بېلګې په توګه، په سمندري کانتینرو کې د بندیانو د زندۍ کېدو او مړه کېدو د خبرونو خپرېدو د یمن په جګړه کې د اماراتو د پوځي رول پای ته رسولو کې لوی رول ولوباوه.
داسې احتمال هم شته هغه حکومت چې د بهرنیو ځواکونو کوربتوب کوي، له هغو اړخونو سره د واک وېشلو ته اړ شي چې دغه ځواکونه یې د جګړې لپاره راغلي دي.
په مالي کې داسې رپوټونه هم شته چې حکومت له جهادیانو سره پټ مذاکرات پیل کړي، همدا لامل شو چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون یې له مالي د ټولو فرانسوي ځواکونو ایستلو ته اړ کړ.
د عراق په اړه بریتانیايي متقاعد ډګروال جیمز کونلیف ویلي: "هلته لاهم د ایران د نفوذ په اړه ریښتینې اندېښنه شته، په تېره د ایران پلوو شیعه ملېشو په اړه."
او په افغانستان کې اټکل دا دی، طالبان به (چې په ۲۰۰۱ کال وپرځېدل) یوځل بیا واک ته ورسېږي. لوېدیځ امنیتي چارواکي وايي، که دوی [طالبان] د حکومت او واک یوه برخه وګرځي، نو له افغانستان سره به ټولې استخباراتي همکارۍ ودرول شي.
اسانه ځوابونه نشته

د عکس سرچینه، Getty Images
ښکاره ده چې د ناکامو دولتونو او خطرناکو دیکتاتوري نظامونو ستونزې ته اسانه ځوابونه نشته. راځئ ځینې تازه بېلګې یې وړاندې کړو:
عراق له ۲۰۰۲ تر ننه:
د امریکا په مشرۍ او د بریتانیا په همکارۍ لوی پوځي یرغل هلته د وینلړلي بغاوت څپه لا پسې ډېره کړه.
که څه هم هلته وروستیو کې پاموړ پرمختګ وشو، خو دا تجربه په بشپړه توګه دردوونکې وه او د راتلونکو دوو لسیزو یا ډېرې مودې لپاره یې سیاستوال په منځني ختیځ کې له پراخې پوځي مداخلې راوګرځول.
لیبیا له ۲۰۱۱ تر اوسه:
ناټو د لنډ وخت لپاره پر الوتنو بندیز ولګاوه او د لوېدیځ ځواکونه پر ځمکه ځای پرځای نه شول.
دا کار په ۲۰۱۱ کال د قذافي د مخالفانو لپاره د هغه د پرځولو او د نظام د ړنګولو لپاره کافي و.
خو د جهادي ډلو په راپورته کېدو هېواد یوځل بیا د کورنۍ جګړې اور ته ورټېل وهل شو.
بیا لوېدیځ د لاس اخیستو سره د لېبیایانو مننه پر غوسې او شکایت بدله شوه.
سوریه له ۲۰۱۱ تر دې مهاله:
د ولسمشر بشار الاسد او سوري مخالفو جنګیالیو ترمنځ په کورنۍ جګړه کې د لوېدیځو قوتونو مداخلې روسیې، ایران او ترکیې ته د مداخلې لاره هواره کړه.
دا دی ۱۰ کاله تېر شول خو لاهم تاوتریخوالی په دې هېواد کې روان دی.
اسلامي دولت ډله ۲۰۱۴-۲۰۱۹:
دا به ځکه د بریا یوازېنۍ بېلګه وي چې د ۸۰ هېوادونو ټلواله په پای کې دې ډلې ته ماتې ورکړه او "وحشیانه" (خلافت) یې پای ته ورساوه.
خو بیا یې هم پنځه کاله دوام وکړ او تر ډېره یې بریا پر هوايي بریدونو او ځمکنۍ نادود ټلوالې ولاړه وه، لکه په عراق کې د ایران له ملاتړو ملېشو سره همکاري، اوس اسلامي دولت نومې ډلې په افریقايي هېوادونو کې خپل عملیات ورټول کړي.
مالي له ۲۰۰۳ تر نن ورځې:
پلازمېنه باماکو کې د فرانسې لومړنۍ پوځي مداخلې دا هېواد له القاعدې سره د تړلو جهادیانو لاس ته له لوېدو وژغوره.
خو اته کاله وروسته که څه هم زرګونه ګڼ جنسیتي ځواکونه واستول شول، خو لاهم هلته بغاوت دوام لري.
د فرانسې ولسمشر د مالي د چارواکو له لوري د فرانسې د رول کم ګڼلو له کبله ګیله ښودلې ده.
راتلونکی

د عکس سرچینه، Getty Images
که په پراخه کچه پرانستی لوی پوځي حضور نه وي، نو بدیل یې څه کېدای شي؟
د جون پر دویمه د شاهي خدمتونو انستېتیوت د ځمکنۍ جګړې اړوند کنفرانس کې د بریتانیا د لوی درستیز جنرال سر مارک کارلټن سمېت په وینا کې د راتلونکي په اړه د بدیل ځینې دلیلونه وړاندې شول.
جنرال وویل، نن پوځ: "لا ډېر سره تړل شوی، لا ډېر چټک او ماموریت ته چمتو دی، د شمېر له اړخه لا ډېر سره تړلی دی، پوځ له مصنوعي سپوږمکۍ سره تړلی او پر لا ډېرو ځانګړو عملیاتو متمرکز دی".
پر ځمکه کم پوځیان ارومرو په دې معنا دي چې د ځیرکې ټیکنالوجۍ په ګډون یې تر ډېره باور پر پرمختللې ډیجیټل ټیکنالوجۍ دی.
وروستیو شخړو د ستراتیژیو د بنسټیزولو د ځانګړنو په اړه بیا غور کولو ته اړتیا پېښه کړې ده.
په قفقاز کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ لنډه جګړه د ترکیې له لوري د ورکړل شویو ارزانه بې پیلوټه الوتکو په مټ د ټانکونو د ویجاړېدو شاهده وه.
په افغانستان کې، د لوېدیځ پوځي حضور په چټکۍ په پنا کېدو دی، په داسې حال کې چې ښايي د طالبانو، القاعده او "اسلامي دولت" (داعش) ډلو له خوا د ګواښونو د مخنیوي لپاره دغو ځواکونو ته شدیده اړتیا پیدا شي.






















