تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکراینۍ الوتکې غورځېدل؛ د کاناډا یوې محکمې د ایران برید 'قصدي او ترهګریز' وباله
کاناډا کې د انتاریو ستره محکمه دې پایلې ته رسېدلې چې ایران کې د اوکراین پر پي اېس ۷۵۲ الوتکه برید قصدي او د عدلي قوانینو له مخې ترهګریز ګام دی.
د اوکراین دا الوتکه د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې د سپاه پاسدران په دوو توغندیو ولګېده او پکې ۱۷۶ کسان ووژل شول.
د انتاریو محکمې قاضي اډوارډو بلوبابا د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه کې وویل: "د امکاناتو د درنولو په سبک سره مو وموندل چې پر ۷۵۲ الوتنه برید قصدي او د الوتکې د ټولو سپرلیو د مرګ اصلي سبب شو. ما د احتمالاتو په درنولو سره ومونده چې د بحث پر مهال سیمه کې وسلواله نښته هم نه وه. "
قاضي بلوبابا حکم کې لیکلي: "مدعیانو ثابته کړې چې د تورنو له خوا د ۷۵۲ پرواز له منځه وړل ترهګریز ګام و. "
د قربانیانو د کورنیو شکایت کې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، د سپاه پاسدران د مخکښو قومندانانو او نورو چارواکو نومونه یاد شوي دي.
د کاناډا پخواني بهرنیو چارو وزیر فرانسوا فیلیپ شامپین د ۲۰۲۰ کال ډسمبر کې ویلي و، باور نه لري چې انساني تېروتنې سره الوتکه ویشتل شوې وي.
نور هېوادونه د کاناډا له عدلي قلمرو بهر دي، خو د ۲۰۱۲ کال قانون یې دا خوندیتوب له "ترهګرۍ ملاتړو بهرنیو هېوادونو" لرې کړی دی.
د کاناډا سي بي سي تلوېزون د رپوټ له مخې د مدعیانو د دوسیې وکیل خپله اطلاعیه کې ویلي، د ګرمې یا جرمانې د ټاکلو لپاره به محکمه کې بله غونډه وشي.
مدعیان چې خپلوان یې دې پېښه کې له لاسه ور کړي دي، یو نیم میلیارد کاناډايي ډالر جرمانه غواړي.
د مدعیانو حقوقي استازي مار ارنولډ مخکې ویلي د قرباني کورنیو لپاره د جرمانې اخیستلو غوره لار هم په "ترهګریز عمل" د ایران د حکومت تورنول دي.
د ایران حکومت له دې تور خبر دی، خو محکمه کې یې د ځان له دفاع ډډه کړې ده.
د دې دوسیې وکیلان مارک او جونا ارنولډ د محکمې دا پرېکړه کاناډا کې بې مخینې بولي او زیاتوي دا حکم به د قرباني کورنیو پر غړو پامو وړ اغېز وکړي چې د عدالت پلي کېدل غواړي.
حبیب حقجو- چې لور یې شهناز حقجو او اته کلنه لمسۍ السا جدیدي یې دې پېښه کې وژل شوې دي- د محکمې حکم د مدعیانو لپاره بریالیتوب بولي: "ډېر خوشال یم او فکر کوم دا لوی ګام دی. "
کاناډا له ایران سره ډيپلوماټیک اړیکي نه لري او د جرمانې اخیستلو هڅې به اوږدې او پېچلې وي.
خو د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو اونۍ مخکې پارلمان ته وویل، د جرمانې اخیستلو لپاره به له ایران سره ژر خبرې پیل کړي.
پېښه څنګه وشوه؟
ایران کې د الوتکې غورځېدو له امله پر اوکراین سربېره د کاناډا، بریتانیا، افغانستان او سوېډن وګړي ووژل شول.
دغو هېوادونو له ایران وغوښتل چې د الوتکې غورځولو په هکله ټولیز او پوره وضاحت ور کړي، خو د ایران وسلوالو ځواکونو تر دریو ورځو الوتکه غورځولو کې هر ډول مسوولیت رداوه.
چارواکو دا اجازه هم ور کړه چې د الوتکې غورځېدو ځای کې د قربانیانو توکي ولوټل شي او وروسته یې همغه ځای په بولدوزر پاک کړ.
خو د شواهدو زیاتېدو پسې د سپاه پاسدران هوايي څانګې وویل، د هوايي دفاع یونټ یې دا الوتکه "تېروتنې" سره ویشتلې ده.
دا الوتکه په داسې ورځ وغورځول شوه چې د ایران هوايي ځواک بغداد کې د سپاه د قدس ځواکونو د وژل شوي قومندان غچ اخیستو لپاره عراق کې د امریکا پر دوو اډو توغندیز برید وکړ.
ایران څه وايي؟
د ایران د هوايي چلن ادارې د ۲۰۲۱ کال مارچ کې وویل، د سپاه هوايي دفاع یوه اپورېټر دا الوتکه په تېروتنه د دوښمن بللې وه او له قومندانانو بې اجازې یې پرې ډز کړی و.
د دې ادارې د رپوټ له مخې، الوتکه د ناورین په ورځ "د انساني تېروتنې" له امله وغورځده.
خو اوکراین او کاناډا دا رپوټ رد کړ.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا "د ایران پلټنې یو لوریزې او شواهد غوره شوي او پرېکړه هم له چل ډکه" وبلله.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو او د ټرانسپورټ وزیرعمر الغبرا هم وویل، د ایران رپوټ کې بنسټیزو پوښتنو ته د ځواب هڅه نه ده شوې ځکه رپوټ "نیمګړی او کوم حقیقت" پکې نشته.