د اوکراینۍ الوتکې پېښه: د ایران له اعترافه وروسته د انصاف غوښتنې

د خپرېدو وخت

د ایراني چارواکو له هغه اعترافه وروسته چې وايي، په تهران کې یې اوکراینۍ ملکي الوتکه په تېروتنه ویشتلې، اوس د هغو ۱۷۶ کسانو لپاره د انصاف غوښتنه شوې، چې د دغې الوتکې غورځېدو له کبله ووژل شول.

د اوکراین ولسمشر او د کاناډا لومړی وزیر د دغې غوښتنې له مخکښانو دي.

بل لور ته پر خواله رسنیو داسې تصویري کلیپونه خپاره شوي، چې په ایران کې دننه هم دې لړ کې احتجاج شوی او احتجاجیانو د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د استعفا غوښتنه کړې.

د اوکراین هغه بوینګ ډوله الوتکه د چهارشنبې پر ورځ په عراق کې پر امریکايي اډو د ایران له توغندیز بریده څو ساعته وروسته پلازمېنه تهران کې وغورځېده.

ایران په بغداد کې د خپل یوه لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته هغه برید کړی و، چې په امریکايي ډرون برید کې ووژل شو.

د یوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي په یوه فېسبوک پیغام کې له ایرانه غوښتي چې ''مسئوول کسان باید محاکمه شي، مړي اړوند ځایونو ته ورسوئ، تاوان ورکړئ، اوکرایني څېړونکو ته د پلټنو لپاره بشپړ لاسرسی ورکړئ او له دیپلوماتیکو لارو بښنه وغواړئ. ''

ښاغلي زېلېنسکي له دې مخکې له فرانسوي ولسمشر ایمانویل ماکرون سره خبرې کړې او هوکړه شوې چې فرانسوي کارپوهان به د غورځېدلې الوتکې 'توربکس ' پرانیزي او د الوت ریکارډ به ګوري.

ښاغلي ماکرون هم ویلي، رسماً به یوه نړیواله څېړنه پیل کړي.

د اوکراین لویه څارنوالي په احتمالي توګه په لوی لاس د خلکو وژلو او الوتکې ویجاړولو له اړخه دغه موضوع څېړي.

بل لور ته د کاناډا لومړي وزیر جستین ترودو د پېښې قربانیانو د خپل، خپلوانو لپاره د 'شفافیت او انصاف ' غوښتنه کړې.

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د ایران اعتراف 'یو مهم لومړی ګام ' بللی او د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

نوموړی وايي، اوس مهمه دا ده چې تاوتریخوالی باید کم شي او 'ټول مشران باید له دیپلوماتیکو لارو مخکې لاړ شي. '

یو شمېر نورو اروپايي مشرانو هم په ورته توګه د تاو تریخوالي کموالي، شفافې پلټنې او له پېښې د سبق زده کولو غوښتنه کړې، خو د امریکا متحدو ایالتونو تر اوسه په دې تړاو رسماً څه نه دي ویلي.