تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ حکومت ځینې افغانان او ایراني کډوال له امریکا د مرکزي افریقا جمهوریت ته استولي
د قانوني وکیلانو او فعالانو په وینا، د امریکا له خوا د ایستل شویو کسانو وړونکې یوه الوتکه د جمعې په ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت کې ښکته شوه، چې پکې د ایران، افغانستان، ترکیې او ګورجستان وګړي وو. دا ګام د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پراخې کچې د کډوالۍ د سختو اقداماتو تر چتر لاندې د "دریم هېواد" د شړلو د تګلارې یوه بله بېلګه ده.
د هغو کسانو شړل - چې ځینې یې قانوني خوندیتوب هم لري - داسې هېوادونو ته چې له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لري، د ټرمپ د پراخې کډوالۍ د سیاست یوه عادي برخه ګرځېدلې ده.
ویل کېږي شړل شویو ایرانیانو ته د "شړلو د ځنډ حق" ورکړل شوی و، چې د پناغوښتنې پرتله کمزوری قانوني حیثیت لري، خو په پخوانیو ادارو کې یې د مهاجرت په محکمو کې یو ډول "بریا" بلل کېده.
د هغوی وکیلې ایميلي ټروسټل اېاېفپي ته وویل: "موږ وېرېږو چې هغوی به بالاخره اړ کړل شي چې هغو هېوادونو ته ستانه شي چې له هغوی تښتېدلي وو"، لکه څنګه چې د افریقا نورو هېوادونو ته له لېږل شویو کسانو سره هم څو ځله پېښ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، ددغو اتباعو لېږدوونکې دا الوتکه د پنجشنبې په ماښام د لوزیانا له الکساندریا پورته شوه.
وروسته یې د جمعې په ماسپښین د ګانا پر هوايي ډګر ښکته شوه او بیا د ماښام شاوخوا ۹ بجې د مرکزي افریقا پلازمېنې بنګي ته ورسېده.
د مهاجرت وکیله الما ډیویډ، چې دې قضیه کې پوره معلومات لري، وویل دا روښانه نه ده چې ایا ځینې کسان به په ګانا کې له الوتکې ښکته شوي وي او که ټول کسان مرکزي افریقا ته لېږدول شوي دي.
د ګانا د کډوالۍ چارواکو د نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
هغې وویل هغه کسان چې مرکزي افریقا ته لېږدول شوي "په عمده ډول د بېلابېلو هېوادونو د موقتي خوندیتوب لرونکي کسان دي، لکه ایران، افغانستان، ترکیه او ګورجستان".
په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت، د روانډا ځواکونو او د روسیې د واګنر ډلې وسلهوالو د مرکزي افریقا د امنیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.
لېږدول شویو کسانو کې څوک وو؟
د ځینو کډوالو مدافعې وکیلې ایمیلي ټروسل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې کډوالو کې یوه ایرانۍ دیموکراسۍ پلوې او یوه بله چې مسیحیت دین یې غوره کړی هم شته او که ایران ته ستنې شي، ښايي له شکنجې او ځورونې سره مخ شي.
د مرکزي افریقا جمهوریت په دې وروستیو کې له متحده ایالاتو سره یوې هوکړې ته رسېدلی وه چې درېیمګړي هېواد شړل شوي کډوال به ومني.
وړاندې، یوه چارواکي چې د دې موضوع په هکله معلومات لري، رویټرز اژانس ته ویلي وو، په پام کې وه، چې د همدې توافق په چوکاټ کې به په یوه الوتنه کې د افغانانو، ایرانیانو او سوریې د کډوالو په ګډون ۲۰ تنه کډوال مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږدول شي.
د یادو دواړو ایراني ښځو وکیلې ایملي ټروسل رویټرز ته وویل، دغه دواړه ښځې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې متحده ایالاتو ته له ننوتلو سره سم ونیول شوې. دا وايي، دوی په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې وه او د متحده ایالاتو د کډوالۍ په محکمه کې یې "د ایستلو ځنډولو" په نوم یو ډول قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی و.
د هغه خوندیتوب ترلاسه کول په دې معانا دي چې محکمه داسې یوې پایلې ته رسېدلي چې دواړه ښځې په ایران کې له ځورونې یا د شکنجه کېدو له ۵۰ سلنې ډېر احتمال لري.
ټرمپ اداره د مرکزي افریقا د ګاونډي هېواد کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګډون، چې اوسمهال پکې په پراخه کچه ایبولا ناروغي خپره ده، د شویو هوکړو له مخې غواړي هغه کډوال دې هېوادونو ته واستوي، چې په قانوني توګه خپلو اړوند هېوادونو ته نه شي ستنېدای.
واشنګټن د قانوني اقداماتو په توګه د دې هوکړو دفاع کړې، خو د حقونو مدافعینو ډلې او د کډوالو مدافعین وايي چې د دې تړونونو توضیحات روښانه نه دي او ډېری هغه خلک چې په دې توګه ایستل شوي په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستنېږي.
مخکې رویټرز ته د دې موضوع په هکله معلومات لرونکي چارواکي ویلي وو، ایستل شويو کسانو ته لومړی تمځای د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بنګوي اپارتمانونه ټاکل شوي او داسې احتمال نه شته، چې سملاسي به خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته ستانه شي.
دغه چارواکي زیاته کړې، کېدای شي د دې توافق له مخې به بالاخره سلګونه کډوال مرکزي افریقا جمهوریت ته واستول شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ چې د یو شمېر ایرانیانو د ایستلو پر پلان کار روان دی.
بل لور د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت تېره اونۍ وویل، چې دې ټولو کسانو ته به بشپړ قانوني حقونه او قانوني پروسې ته بشپړ لاسرسی ورکړل شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه ویندوی هم ویلي، چې دوی به د مرکزي افریقا جمهوریت په غوښتنه بانګوي ته د کډوالو له رسېدو سره سم هغوی سره بشري مرستې وکړي.
د اې بي سي نیوز په رپوټ کې ویل شوي، په پام کې ده، چې د یوې ایرانۍ ښځې په ګډون به یو شمېر کډوال د جمعې پر ورځ له متحده ایالاتو د ایستلو لپاره په الوتکه کې مرکزي افریقا جمهوریت ته ورسېږي.
د مرکزي افریقا جمهوریت له کلونو راهیسې د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او پراخې بې وزلۍ سره مبارزه کوي. دا د هغو لږترلږه نهو افریقایي هېوادونو له ډلې یو دی چې موافقه یې کړې چې د نورو هېوادونو هغه اتباع ومني چې د متحده ایالاتو لخوا ایستل کېږي.
د کډوالو د مدافعینو په وینا، د ټرمپ ادارې زرګونه خلک له خپلو اصلي ټاټوبو پرته نورو هېوادونو ته د یو لړ غالباً پټو تړونونو له مخې شړلي دي چې د کډوالۍ پر وړاندې د پراخې مبارزې یوه برخه ده.
د امریکا کورني امنیت وزارت پر پنجشنبه په دې هکله له تبصرې کولو ډډه وکړه او په وینا یې د امنیتي دلایلو له امله په راتلونکي کې د کډوالو ایستلو چارې تائید یا رد نه کوي او د امریکا ګمرکونو او کډوالۍ چارو ادارې د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.