تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراینۍ الوتکه؛ د اوکراین ولسمشر د ایران وړاندیز شوی تاوان بس نه بولي
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي وايي، په ایران کې د غورځېدلې الوتکې د قرباني شویو کورنیو ته د ایران تاوان بسنه نه کوي.
ښاغلي زلنسکي په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل، ایران وړاندیز کړی چې په غورځول شوې اوکراینۍ الوتکه کې د هر قرباني کورنۍ ته ۸۰ زره ډالره تاوان ورکړي خو دا بسنه نه کوي.
ښاغلي زلنسکي ۱+۱ تلویزیوني شبکې ته وویل: "دا پیسې ډېرې کمې دي. موږ به د ډېرو پیسو د ترلاسولو لپاره پر دوی فشار واچوو."
ولسمشر زلنسکي بیا غوښتنه وکړه چې اوکراین د غورځېدلې الوتکې د دواړو تورو بکسو په ترلاسولو ټینګار کوي.
د ایران د لویو لارو او ښار جوړونې وزیر محمد اسلامي ویلي، د اوکراینۍ الوتکې توره بکسه چې د دې پېښې اړوند پلټنې اصلي برخه ده، په ایران کې پلټل کېږي.
بوینګ ۷۳۷ اوکراینۍ الوتکه د جدي پر اتمه تهران کې له امام خمیني هوايي ډګر تر پورته کېدو وروسته د سپاه پاسدران د دافع هوا دوو توغندیو سره ولګېده او تهران ته نږدې وغورځېده.
د ایران د هوايي چلن چارواکو ویلي دې الوتکه کې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي ټول وژل شوي دي.
په دوی کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۳ افغانان، ۵ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان او ۴ سویډنیان وو.