تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکراينۍ الوتکې د قربانيانو هېوادونه پر احتمالي قانوني اقداماتو غور کوي
د هغه پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي چې وګړي یې په ایران کې د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې په سپرلیو کې وو، دوی به پر احتمالي قانوني اقداماتو غور وکړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وادیم پریستیاکو ویلي دا غونډه به په لندن کې پر راتلونکې پنجشنبه جوړیږي ، هغه ټینګار کړی چې یوازې عادي عسکر نه بلکې ټول هغه کسان دې وپوښتل شي چې د الوتکي په غورځولو کې ښکیل و.
دې الوتکې د افغانستان ، کاناډا ، اوکرایین ، برتانیا، سویډن او ایران وګړي و خو تر ټولو ډیر یانې ۶۳ یې کاناډان، ۱۳ افغانان او پاتې یې د نورو هېوادونو وګړي و.
بي بي سي هڅه وکړه چې په دې غونډه د افغانستان د ګډون په اړه معلومات تر لاسه کړي خو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له ژمنې سره ، سره په دې اړه څه ونه ویل.
دا الوتکه د تیرې چارشنبې په سهار هغه مهال د ایراني ځواکونو د هوايي دفاع پر توغندي وویشتل شوه چې ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوه اډو راکټي برید وکړ. په دې برید کې امریکايي ځواکونو ته د سر هیڅ زیان نه و اوښتی.
بل لور ته د دې الوتکې د غورځولو په پېښه کې د ځینو وژل شویو ایراني وګړو د کورنیو ایران میشتو غړو بي بي سي ته ویلي دوی د یوې نامعلومې شمیره ټلفون له لارې ګواښل کیږي. له دې ډلې یوه کس وویل " موږ ګواښي که مو له رسنیو سره خبرې وکړې نو د جنازې سپارلو چاره به ځنډنۍ شي او د انقلاب ساتونکي ځواک له خوا چمتو شوې بیانیې د لاسلیک او خپرولو لپاره پر موږ فشار راوړل کیږي".
د یوۀ بل قرباني د کورنۍ غړي وویل امنیتي چارواکي د دوی اړیکي او تګ راتګ څاري.
دا الوتکه د تهران له هوايي ډګره له الوتنې درې دقیقې وروسته وغورځېدله ، په پیل کې ایراني چارواکو ټینګار درلود چې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلې خو وروسته یې ومنله چې د هوايي دفاع پر یوه توغندي د تیروتنې له مخې ویشتل شوې ده.