د "ترهګریزې دسیسې" په تور جرمني کې د یوې توندلارې ډلې د غړو محاکمه

د عکس سرچینه، ALAMY LIVE NEWS
د جرمني شتوتګارت ښار کې د سې شنبې په ورځ د یوې ښۍ توندلارې ترور ډلې د ۱۱ غړو محاکمه پیل شوه.
تورن د ۳۲ او ۶۱ کلونو ترمنځ عمرونه لري او د تېر کال فبرورۍ کې ونیول شول.
څارنوالان وايي، دغه کسان ټول جرمنان او د اېس ډلې غړي دي.
دې ډلې نیت درلود چې پر کډوالو، مسلمانانو او سیاستوالو بریدونه وکړي.
دغه دوسیه کې یو پخوانی پولیس افسر هم د دې ډلې د مالي ملاتړ له امله د ۱۲ کس په توګه محاکمه کېږي.
د دې ډلې یو غړی تښتېدلی او غیابي محاکمه کېږي.
د جرم تور کې ویل شوي: "د اېس ډلې غړو نیت درلود جرمني کې حکومتي او ټولنیز نظم لړزان او وپرځوي. "
د ډلې مشر وارنر اېس د ۲۰۱۹ کال سپټمبر کې د دې ډلې ناسته جوړه کړه.
د زېډ ډي اېف تلوېزون او شتوتګارتر ناخریشتن ورځپاڼې د رپوټ له مخې وارنر اېس نیت درلود چې یو کلاشینکوف له دوه زره مرمیو او یوه لاسبم سره واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یو لوړپوړی پولیس وایي: "که تورنو پلان شوي ترهګریز کارونه کړی وی، موږ به د وژنې ډېر ستر او وحشي ماشین سره مخ شوي وو. "
جرمن رسنۍ وايي، یوې استخباراتي سرچینې چارواکي د دې ډلې له چارو خبر کړل او اوس دا سرچینه د دې دوسیې اصلي شاهد دی او سخت ساتل کېږي.
ویل کېږي د دې ډلې ډېری غړي نورو ښي لاسو توندلارو ډلو کې هم غړیتوب لري.























