جرمني کې د زرګونو کسانو احتجاج
د خپرېدو وخت
په جرمني کې زرګونه کسان په هغه لاریون کې لارو کوڅو ته راوتلي وو چې د یوه کس له وژنې وروسته ښي اړخو همږی کړی. د ادعا له مخې دا کس کډوالو وژلی. د هغه له وژنې وروسته نازي پلوو او توندلارو له توکمپالنې ډکې قهریدلې مظاهرې وکړې. د جرمني په ختیځ- کېم نېټز ښار کې پولیسو دوه شمکن عراقیان او سوریان د دې وژنې په تور نېولې دي. له لاریون مخکې ایضافي پولیس ځای په ځای شوي وو.