د اردن شهزاده 'حمزه بن الحسین' د حکومت راپرځولو په هڅه تورن شو

حمزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په اردن کې پاچا عبدالله د ناسکه ورور حمزه بن الحسین او څو نورو کسانو د نیول کېدو په اړه له رپوټونو یوه ورځ وروسته د دغه هېواد مرستیال لومړي وزیر ایمن الصفدي یوه خبري غونډه کې را ښکاره شو او ادعا یې وکړه چې شهزاده حمزه د هېواد د امنیت او ثبات ضد کړنو کې ښکیل و.

پر شهزاده حمزه بن الحسین تور دی چې د قبایلي مشرانو په مرسته یې هڅه کوله چې ګډوډي جوړه کړي او حکومت راوپرځوي.

ښاغلي الصفدي وویل چې دا فعالیتونه داسې پړاو ته رسیدلي ول چې مستقیماً یې د هېواد امنیت او ثبات ته ګواښ رامنځته کاوه.

هغه وویل پاچا دویم عبدالله هڅه وکړه چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره شي، نو ځکه یې له شهزاده حمزه سره خبرې وکړې. خو د ده په وینا د اردن امنیت او ثبات تر هر څه مهم دی او دې برخه کې به ټول قانوني ګامونه واخستل شي.

مرستیال لومړي وزیر زیاته کړه چې ۱۴ کسان نیول شوي چې په دې ډله کې د حمزه بن الحسین د دفتر مشر باسم عوض ال او د شاهي دیوان مخکنی مشر هم شامل دي.

ښاغلي الصفدي وویل لوی درستیز پرون حمزه سره وکتل او ترې یې وغوښتل چې د اردن د امنیت او ثبات ضد فعالیتونو نه لاس واخلي، خو د ده په وینا هغه دې غوښتنې ته منفي غبرګون وښود. ‌

حمزه بن الحسین د دې تورونو په اړه څه وایي؟

الأمير حمزة بن الحسين
د عکس تشریح، مخکېني ولیهد حمزه بن الحسین ویلي، د هغه ځانګړی انټرنېټ او ټیلیفون ورباندې پرې شوي دي

پخپله شهزاده حمزه بن الحسین په یوه وېډیو کې چې د شنبې په شپه ثبت شوې ده، ویلي: "نن ګهیځ مې د اردن د وسله والو ځواکونو له مشر سره وکتل، راته ویې ویل چې له کوره د وتلو او له خلکو سره د لیدلو او خبرو اجازه نه درکوو."

دی زیاتوي: "زه د هغه حکومت د ړنګولو یا فساد او بې کفایتۍ مسئول نه یم، چې له ۱۵ یا ۲۰ کلونو راهیسې واکمني کوي او فساد پکې ډېرېږي... او پر بنسټونو د خلکو د باور د کمېدو مسئول هم نه یم".

ده زیاته کړه "اوس داسې حالت ته رسېدلی یم چې په هېڅ شي کې د خبرې او نظر څرګندولو حق نه لرم، ځکه چې وبه ځورول شم، وبه ګواښل شم او وبه نیول شم".

په تېر کې اردن کې ډېر کم جګپوړي چارواکي نیول کېدل. اردن په منځني ختیځ کې د امریکا له نژدې ټلوالو ملګرو څخه دی.‌

ددغه هېواد څارګره اداره ډېره پیاوړې ده، چې د کورونا وبا له پیلېدو راهیسې نور صلاحیتونه هم ورکړل شوي، همدا وو چې د بشر حقونو ډلو نیوکې پرې وکړې.

مصر،‌ امریکا او سعودي عربستان د دویم پاچا عبدالله ملاتړ اعلان کړی دی.‌

شهزاده حمزه څوک دی؟

Jordan's King Abdullah II, his wife Queen Rania, Queen Noor, mother of the groom, Crown Prince Hamzeh, the groom, his bride Princess Noor, Sherif Asem bin-Nayef and his ex-wife Firouzeh Vokhshouri, parents of the bride, attend the royal wedding on May 27, 2004 in Amman, Jorda

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاچا عبدالله او مېرمن یې ملکه رانیا (ښۍ خوا ته) د ولیعهد حمزه او شهزادګۍ نور (کیڼ) د واده مراسمو کې د حمزه له مور ملکې نور (منځ کې)

‌پخوانی ولیعهد حمزه د مړه شوي پاچا الحسین بن طلال او د هغه د مېرمنې ملکې نور مشر زوی دی، نوموړی په بریتانیا کې د هارو له ښوونځي او له سنډهیرسټ شاهي پوځي اکاډیمۍ نه فارغ شوی، بیا یې د امریکا هارورډ‌ پوهنتون کې زدکړې کړې دي.

هغه د اردن په وسله والو ځواکونو کې هم دنده ترسره کړې. په ۱۹۹۹ کال کې د اردن ولعیهد وټاکل شو او پاچا الحسین ته ډېر ګران و، همدا وو چې په ښکاره به یې ویل چې زما د "سترګو تور" دی.

خو په ۲۰۰۴ کال له حمزه نه د ولیعهد لقب واخیستل شو، دا کار ملکې نور ته د ګوزار ورکولو په معنا تعبیر شو، هغې غوښتل چې مشر زوی یې پاچا شي.

خو حمزه ته د بې تجربې او کشر انسان په سترګه کتل کېدل.