د بریتانیا د ولیعهد د نږور او زوی لانجمنه مرکه؛ مېګن: "نه مې غوښتل نوره ژوندۍ پاتې شم"

د عکس سرچینه، Reuters
د برېتانیا د ملکې د لمسي شهزاده هري مېرمن مېګان مېرکل د دغه هېواد شاهي کورنۍ په "درواغ ویلو او نژادپالنې" تورنه کړې ده. مېګان دا څرګندونې د امریکا د تلویزیوني خپرونو له مشهورې چلونکې اوپرا وینفېري سره تازه مرکه کې کړې دي.
له هغې سره دې مرکه کې شهزاده هري هم حضور درلود.
نوموړې په دې مرکه کې ویلي چې په ۲۰۱۸ کال تر واده وروسته د ځانوژنې فکر ور لوېدلی و.
اغلې مېګان چې اوس ۳۹ کلنه ده، له یوې تورپوستې مور او سپین پوستي امریکايي پلار زېږېدلې.
هغه وايي چې کله پر خپل زوی ارچي مېندواره وه، د شاهي کورنۍ غړو دې ته تلوسه وه چې د ماشوم د پوستکي رنګ به یې څنګه وي.
خو نوموړې مشخصآ د هغه کس نوم نه اخلي، چې په دې اړه یې څرګندونې کولې.
مېګان مېرکل په دې مرکه کې چې د یکشنبې پر ورځ سي بي ایس تلویزیوني شبکې خپره کړه، وايي: "هغوي نه غوښتل چې (زوی ته مې) شهزاده لقب ورکړ شي."
د شهزاده هري مېرمن د شاهي کورنۍ غړي په بې پروایۍ او دروغ ویلو تورن کړي دي.
مېګان او هري په دې ۲ ساعته مرکه کې د بریتانیا د ولیعهد شهزاده چارلس په ګډون د شاهي کورنۍ پر غړو نیوکه کوي، خو ملکې الیزابت یې نیغ په نیغه نیوکه نه ده کړې.
دوی دا هم وویل چې راتلونکی اوړی پېدا کېدونکی ماشوم یې نجلۍ ده.
اغلې مېګان او شهزاده هري د تېر کال جنورۍ کې اعلان وکړ چې د شاهي کورنۍ چوکاټ کې له رسمي دندو لاس اخلي او امریکا ته کوچېږي.
دوی دواړه تر رسمي استعفاء وروسته د ۲۰۲۰ کال مارچ کې کلفورنیا ته ولاړل او اوس هلته اوسي.
باکېنګهام ماڼۍ تېره میاشت وویل دغه استعفاء دایمي ده.
۳۶ کلن شهزاده هري هم په دې مرکه کې وايي له شاهي کورنۍ یې له دې کبله لار جلا کړې چې ګواکې د ده د مېرمن وضعیت یې نه درک کاوه.
هغه له خپل پلار سره اړیکو ته په اشارې ویلي احساسوله یې چې هغه پرېښی دی.
شهزاده هري وویل: "کورنۍ راسره عملآ مالي اړیکه پرې کړه."
د نوموړي په وینا پلار یې شهزاده چارلس ان یو وخت د ده د تلېفون له ځوابولو هم ډډه کوله.
خو وايي نیا (ملکې الیزابت) سره یې اړیکې ښې وې او وخت ناوخت ورسره غږېده.
د ورور شهزاده ویلیم په اړه وايي چې دواړه په جلا لارو روان وو.
باکېنګهام ماڼۍ تر اوسه د دې مرکې پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.























