جرمني او بلجیم کې د "میلیاردونو ډالرو په ارزښت" نشه يي توکي ونیول شول

کوکاین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د هامبورګ د ګمرک مسئولان هامبورګ کې نیول شویو کوکاینو ته په اشارې وايي: "دا تر دې دمه اروپا کې د نیول شویو کوکاینو تر ټولو ستره ټولګه ده.
د خپرېدو وخت

جرمني او بلجیم کې د ګمرک چارواکو تر ۲۳ ټنه ډېر کوکاین نیولي چې ویل کېږي هالنډ ته استول کېدل.

یوازې جرمني کې چارواکو ویلي له پنځو کانتینرونو یې چې د روانې میاشتې لومړیو کې د سویلي امریکا له پراګوای د هامبورګ بندر ته ورسېدلي وو، ۱۶ ټنه کوکاین نیولي دي.

د هالنډ پولیسو ته هم د دغو نشه يي توکو د نیول کېدو اطلاع ورکړ شوې وه او وروسته د بلجیم په انتورپ بندر کې څه باندې ۷ ټنه نور کوکائین هم ونیول شول.

چارواکي وايي د نیول شویو کوکاینو ارزښت میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

هالنډ کې بیا پولیسو ویلي چې د دغو نشه يي توکو قاچاق کې د لاس لرلو په شک یې یو ۲۸ کلن سړی نیولی دی.

دا نشه يي توکي څنګه ونیول شول؟

کوکاین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دغو توکو ارزښت د ۱ اعشاریه ۸ او ۴ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو ترمنځ اټکل شوی دی

د ګمرک چارواکو ويلي د روانې میاشتې لومړیو کې په دغو دوو جلا ترسره شویو چاپو کې "ډېره زیاته اندازه کوکاین" نیول شوي دي.

انتورپ بندر کې نیول شوي نشه يي توکي له پاناما د استول شویو لرګینو خښتو په کانتینر کې پټ شوي وو.

د جرمني د شمال ښار هامبورګ بندر کې نیول شوي کوکاین هم د رغنیزو توکو په ډبیو کې ځای پر ځای شوي وو.

د هامبورګ بندر ته دغه نشه يي توکي له پراګوای یوه بېړۍ کې رسېدلي دي.

د رپوټونو له مخې د دغه بندر د ګمرک چارواکو ځینو ډبیو کې د غېرعادي مواردو تر کتلو وروسته له پاراګوای ټولو ورغلو کانتیرونو کې د بار توکو د دقیقې څېړونې پرېکړه وکړه.

چارواکو ویلي بارونه تخلیه او له ۱۷۰۰ ډېرو ډبیو کې کوکاین وموندل شول.

میلیاردونه ډالر ارزښت

کوکاین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د رسمي شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا ۱۰۲ ټنه نشه يي توکي اروپا ته د لېږدول کېدو پر مهال نیول شوي دي.

د هامبورګ د ګمرک مسئولان هامبورګ کې نیول شویو کوکاینو ته په اشارې وايي: "دا تر دې دمه اروپا کې د نیول شویو کوکاینو تر ټولو ستره ټولګه ده."

د دغه ګمرک یوه چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي "موږ د دغو توکو ارزښت د ۱ اعشاریه ۸ او ۴ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو ترمنځ اټکلوو."

د هامبورګ بندر د جرمني تر ټولو او د اروپا په کچه دریم ستر بندر دی.

پاراګوای له کلونو راهیسې د نشه يي توکو د ترانزیټ مهم مرکز پاتې شوی دی.

تر دې وړاندې هم د سویلي امریکا له دغه هیواد د اروپا بندرونو ته په نشه يي توکو بار کانتینرونو رسېدلي، خو دا یې تر ټولو ستره ټولګه وه.

تېره اکتوبر میاشت هم د بلجیم انتورپ بندر کې ۱۱ نیم ټنه کوکاین چې د فلزي لوښو په کانتینر کې له سویلي امریکا ور استول شوي وو، ونیول شول.

د ۲۰۱۹ کال اګست کې د هامبورګ د ګمرک چارواکو د سویابینو په نوم ثبت شوي کانتینر کې څلور نیم ټنه کوکاین نیولي وو.

د رسمي شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا ۱۰۲ ټنه نشه يي توکي اروپا ته د لېږدول کېدو پر مهال نیول شوي دي.