تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني او بلجیم کې د "میلیاردونو ډالرو په ارزښت" نشه يي توکي ونیول شول
جرمني او بلجیم کې د ګمرک چارواکو تر ۲۳ ټنه ډېر کوکاین نیولي چې ویل کېږي هالنډ ته استول کېدل.
یوازې جرمني کې چارواکو ویلي له پنځو کانتینرونو یې چې د روانې میاشتې لومړیو کې د سویلي امریکا له پراګوای د هامبورګ بندر ته ورسېدلي وو، ۱۶ ټنه کوکاین نیولي دي.
د هالنډ پولیسو ته هم د دغو نشه يي توکو د نیول کېدو اطلاع ورکړ شوې وه او وروسته د بلجیم په انتورپ بندر کې څه باندې ۷ ټنه نور کوکائین هم ونیول شول.
چارواکي وايي د نیول شویو کوکاینو ارزښت میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.
هالنډ کې بیا پولیسو ویلي چې د دغو نشه يي توکو قاچاق کې د لاس لرلو په شک یې یو ۲۸ کلن سړی نیولی دی.
دا نشه يي توکي څنګه ونیول شول؟
د ګمرک چارواکو ويلي د روانې میاشتې لومړیو کې په دغو دوو جلا ترسره شویو چاپو کې "ډېره زیاته اندازه کوکاین" نیول شوي دي.
انتورپ بندر کې نیول شوي نشه يي توکي له پاناما د استول شویو لرګینو خښتو په کانتینر کې پټ شوي وو.
د جرمني د شمال ښار هامبورګ بندر کې نیول شوي کوکاین هم د رغنیزو توکو په ډبیو کې ځای پر ځای شوي وو.
د هامبورګ بندر ته دغه نشه يي توکي له پراګوای یوه بېړۍ کې رسېدلي دي.
د رپوټونو له مخې د دغه بندر د ګمرک چارواکو ځینو ډبیو کې د غېرعادي مواردو تر کتلو وروسته له پاراګوای ټولو ورغلو کانتیرونو کې د بار توکو د دقیقې څېړونې پرېکړه وکړه.
چارواکو ویلي بارونه تخلیه او له ۱۷۰۰ ډېرو ډبیو کې کوکاین وموندل شول.
میلیاردونه ډالر ارزښت
د هامبورګ د ګمرک مسئولان هامبورګ کې نیول شویو کوکاینو ته په اشارې وايي: "دا تر دې دمه اروپا کې د نیول شویو کوکاینو تر ټولو ستره ټولګه ده."
د دغه ګمرک یوه چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي "موږ د دغو توکو ارزښت د ۱ اعشاریه ۸ او ۴ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو ترمنځ اټکلوو."
د هامبورګ بندر د جرمني تر ټولو او د اروپا په کچه دریم ستر بندر دی.
پاراګوای له کلونو راهیسې د نشه يي توکو د ترانزیټ مهم مرکز پاتې شوی دی.
تر دې وړاندې هم د سویلي امریکا له دغه هیواد د اروپا بندرونو ته په نشه يي توکو بار کانتینرونو رسېدلي، خو دا یې تر ټولو ستره ټولګه وه.
تېره اکتوبر میاشت هم د بلجیم انتورپ بندر کې ۱۱ نیم ټنه کوکاین چې د فلزي لوښو په کانتینر کې له سویلي امریکا ور استول شوي وو، ونیول شول.
د ۲۰۱۹ کال اګست کې د هامبورګ د ګمرک چارواکو د سویابینو په نوم ثبت شوي کانتینر کې څلور نیم ټنه کوکاین نیولي وو.
د رسمي شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا ۱۰۲ ټنه نشه يي توکي اروپا ته د لېږدول کېدو پر مهال نیول شوي دي.