سعودي د ښځو حقونو فعاله لجین الهذلول تر زرو ورځو بند وروسته خوشې کړه

لجين الهذلول

د عکس سرچینه، image copyrightLina Alhathloul

د عکس تشریح، د لجین کورنۍ ته خبرداری ورکړل شوی چې تر خوشي کېدا وروسته به یې هم سعودي چارواکي ټینګه څاري، محدودیتونه به پرې لګول کېږي او تر پنځو کلونو به بهر ته سفر نه شي کولی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د سعودي چارواکو د چارشنبې په ورځ د ښځو د حقونو مخکښه فعاله لجین الهذلول تر کابو درې کلونو بند وروسته خوشې کړې ده.‌ دا خبر د هغې کورنۍ تایید کړی دی.‌

د الهذلول خور لینا الهذلول پر ټویټر د خپلې خور د خوشي کېدو اعلان کړی چې وايي، د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې د سعودي چارواکو د ملي امنیت اړوند تورونو په تړاو نیولې وه.

لینا پر ټویټر له خپلې خور سره د وېډیويي خبرو یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې:‌ "لجین په کور کې ده... هغه خوشې شوه".

سعوودي چارواکو لجین او ځینې نورې فعالانې د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې وروسته تر هغه ونیولې چې ښځو ته یې په دې محافظه کار عربي هېواد کې د موټر چلولو جواز ورکړ.

د ښځو د فعالانو لویه غوښتنه همدا وه چې دوی ته د موټر چلولو لایسنس ورکړل شي.

په تېره ډیسمبر میاشت کې، د سعودي پلازمېنه ریاض کې یوې محکمې لجین الهذلول په پنځو کلونو او اتو میاشتو بند محکومه کړه.‌

محکمې پر هغې تور لګولی و چې ملي امنیت ته ګواښ ده او په سعودي کې د بهرنیانو لپاره کار کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

محکمې د هغې دوه کاله او لس میاشتې بند موده وبښله او هذلول دوه کاله او اوه میاشتې په بند کې پاتې شوه او بالاخره په روانه فبرورۍ میاشت کې یې د خوشي کېدو پرېکړه وشوه.

لجین له نورو ښځینه فعالانو سره پر ښځو د موټر چلولو د بندیز لرې کېدو لپاره مبارزه کوله، په دې کمپاین کې له هغې سره منال الشریف او وجیهة الحویدر هم ملګرې وې.‌

دوی پر ټویټر د خپل کمپاین یوه وېډیو هم خپره کړې وه چې تر ۳۰ میلیون ډېرو کسانو کتلې.

د لجین الهذلول خور علیاء الهذلول چې بلجیم کې اوسېږي، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ پر ۱۳مه ویلي وو، لجین په بېلابېلو ډولو کړول شوې او ربړول شوې ده او د سعودي د ولیعهد د دېوان پخوانی سلاکار سعود القحطاني یې د ځینو کړونو څارنه کړې ده، هغې ته یې د تېري ګواښ کړی، چې بیا وروسته القطحاني د سعودي خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته له دندې لرې شو.

TWITTER

د عکس سرچینه، TWITTER

لجین د تېر کال وروستیو کې له دې کبله د نه خوړو اعتصاب وکړ، چې ولې یې زندان ته د کورنۍ غړي نه ور پرېښودل کېږي.

هغه څو میاشتې په انفرادي بند کې ساتل کېدله.

د لجین او نورو ښځینه فعالانو د خوشي کېدو په ملاتړ نړیوالې غوښتنې هم وشوې.

‌ په دې لړ کې په تېره نومبر میاشت سعودي کې د شلو هېوادونو سرمشریزې پرمهال د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن یې هم د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

د لجین کورنۍ ته خبرداری ورکړل شوی چې تر خوشي کېدا وروسته به یې هم سعودي چارواکي ټینګه څاري، محدودیتونه به پرې لګول کېږي او تر پنځو کلونو به بهر ته سفر نه شي کولی.