ایا د جو بایډن اداره به د سعودي پر وړاندې د امریکا دریځ بدل کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن د کمپاین ډلې په وینا د ټرمپ ادارې ''سعودي ته یو سپین چېک لیکلی و.'' دوی تور لګوي چې واشنګټن تېرو څلورو کالو کې سعودي کې له بشري حقونو نه سرغړونو ته او په یمن کې یې اوږدې جګړې ته چې په تېرو شپږو کالو کې يې په ترڅ کې لسګونه زره کسان وژل شوي په ړنده سترګه کتل.
اوس په سپینې ماڼې کې نوې ادارې ژمنه کړې چې له سعودي عربستان سره به خپلې اړیکې په بشپړه توګه نوې کوي او د بشري حقونو موضوع به یې مهمه برخه وي.
ولسمشر جو بایډن وار دمخه اشاره کړې چې په یمن کې به د سعودي په مشرۍ ایتلاف سره د امریکا پوځي ملاتړ هم پای ته رسوي.
د ولسمشر جو بایډن ادارې په تېره یوه اونۍ کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د وسلو پلورل ځنډولي او له سره کتنه ورته کوي.
خو پوښتنه دا ده چې ایا په اوږده موده کې به څه بدل شي؟ ایا د ولسمشر بایډن د ادارې هوډ به په سعودي کې د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې او په ګاونډي یمن کې پر جګړې عملاً څه اغیز ولري؟
له هر څه هاخوا سعودي عربستان په عربي نړۍ کې د امنیت په برخه کې د امریکا نژدي ملګری او په منځني ختیځ کې د هغو ملیشو پرضد جګړه کې چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي یو ستراتیژیک متحد هېواد او د امریکايي وسلو یو لوی پیریدونکی دی.
عام تصویر
د سویډن په ستاکلم کې د سولې څیړنیز مرکز 'سپري ' په وینا سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۱۹م کال پورې په نړۍ کې د وسلو تر تولو لوی واردونوکی هېواد و چې ډېره وسله پرې امریکا پلورله.
د بریتانیا په ګډون لویدیځو هېوادونو لخوا پر سعودي عربستان پلورل شوې وسلې په یمن کې سعودي مخالفینو په نښه کولو لپاره کارول شوې دي.
په بریتانیا کې د وسلو پرضد د کمپاین ډلې غړی اندریو سمېت وايي '' د بدلون لپاره له هغه نه باید پیاوړي دریځ خپل کړای شي چې ولسمشر بایډن د ولسمشر اوباما د واکمنۍ پرمهال د مرستیال ولسمشر په توګه خپل کړی و. ځکه پر سعودي د وسلو د پلورلو د لړۍ ډېره برخه د ولسمشر اوباما د واکمنۍ پرمهال پیل شوه. ''
د بشري حقونو په برخه کې سعودي چارواکي د اعدامونو په شمېر کې ډراماتیک کموالي ته اشاره کوي. د ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان، چې د 'ایم بي ایس ' په نامه پیژندل کېږي، کاري ډله يې په روښانه توګه پوهېږي چې له بشري حقونو نه سرغړونې په نړۍ کې د سعودي پر تصویر ناوړه اغیزه لري.
ادعاوې او سرغړونې

له بشري حقونو نه تر ټولو څرګندو او روښانه سرغړونو د ایم بي ایس ډله په لویدیځ کې بدنامه کړې ده.
په دې کې په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي وژنه، د ښځو د حقونو د کمپاین کوونکې لجین الهذلول نیونه او شکنجه کول، له خلکو سره د عدلي سیستم ظالمانه او له شک نه ډک چلن هم راځي چې لا هم روان دی.
ډېر ځله او په تکرار ډول د ځینو کسانو محاکمه په پټه ترسره کېږي، مدعیان نشي کولای چې ځان ته مدافع وکیل ونیسي او د ترهګرۍ ضد محکمې د سوله ییزو مسایلو لپاره کارول شوي دي.
د ولیعهد محمد بن سلمان د واکمنۍ پرمهال د ځینو کسانو د تري تم کېدو لړۍ هم روانه ده.
د نیونو او محاکمه کولو لړۍ ان تر مخښکو شاهي کورنۍ غړو پورې هم رسېږي. تېر کال د سعودي د بنسټګر زوی ۷۹ کلن شاهزاده احمد بن عبدالعزیز ونیول شو او د خیانت تور پرې ولګول شو.
دغه راز پخوانی ولیعهد او د کورونیو چارو وزیر شهزاده محمد بن نایف چې په ۲۰۰۰م کال کې د القاعده له خوا اورپکۍ ته د ماتې ورکولو لپاره ستایل شوی و، نیول شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د ولیعهد محمد بن سلمان د استخباراتو مشر او د امریکا د استخباراتو سي آی اې پخوانی متحد سعد الجباري ۲۰۱۷م کال کې کاناډا ته لاړ او وروسته یې د محمد بن سلمان پرضد قانوني دوسیه ځکه پیل کړه چې ګواکې د جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته یې د هغه د وژلو لپاره هم یوه ډله استولې وه.
د الجباري ماشومان په سعودي کې د هغوی له کور نه نیول شوي او تورن شوي چې له بیت المال نه یې ناوړه ګټه اخیستې ده.
په احتیاط پورته کېدونکي غږونه
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې قضیو ته لږه یا هېڅ پاملرنه نه ده کړې. نوموړي واک ته له رسېدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر هم ریاض ته وکړ او د دې پرځای چې د سعودي پر چارواکو له بشري حقونو نه د سرغړونو په خاطر فشار واچوي لیواله و چې له سعودي مشرانو سره معاملې وکړي.
اندریو سمت وايي ''هر امریکایی ولسمشر کولای شي چې نفوذ ولري او د دیموکراسۍ له پاره یې وکاروي خو ټرمپ دا کار ونه کړ. ''

د عکس سرچینه، MANDEL NGAN/AFP VIA GETTY IMAGES
پخوانی امریکايي دیپلومات ډېنس راس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره یې د مینځني ختیځ له پاره د تګلارې د همغږۍ په برخه کې کلونه کار کړی بي بي سي ته وویل ''د ټرمپ ادارې یوه لویه تېروتنه وکړه چې سعودي مشران یې تر فشار لاندې ونه نیول، خو تاسو څنګه کولای شئ چې د ستراژیکې لیوالتیا لرلو سره داسې وکړئ؟ ''
سره له دې چې د بایډن ادارې په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړی، بهرنیو چارو وزارت، استخباراتو، دفاع وزارت او پوځ کې به په احتیاط سره غږونه پورته شي چې له سعودي سره چلن کې پام وشي.
که د هر دلیل له مخې سعودي کې لویدیځ پلوه واکمنه کورنۍ واک وبایلي، د دې چانس خورا ډېر دی چې یو سخت دریځه اسلامي رژیم یې ځای ناستي چې له لویدیځ سره به خواخوږي نه لري.
د ډینس راس په څېر دېپلوماتان په دې خبره پوهېږي.
''موږ نه شو کولای چې سعودي چارواکو ته ووایو چې څه وکړي او څه نه، تاسو په عام محضر کې څوک پر سر نه وهئ، او یا هغوی اړباسئ چې دا کار وکړه، دا چاره د لوړې کچې محرمو خبرو ته اړتیا لري. ''

د عکس سرچینه، FRANK GARDNER
خو که اصلي پوښتنه وشي او هغه دا چې ایا د ولسمشر بایډن اداره به سعودي کې د بشري حقونو حالت ښه کړي؟ نو ځواب یې هو دی، خو دا دې پورې اړه لري چې سپینه ماڼۍ په دې برخه کې خپله اجنډا څنګه او تر کومې کچې پرمخ وړي، او د دواړو هېوادونو ګټې په څه کې دي.
چین او روسیه له ریاض سره سوداګرۍ ته ډېر لیوال دي او د بشري حقونو په اړه هیښوونکې پوښتنې هم نه کوي، خو د شاهي محکمې د یوه چارواکي په وینا د اوس لپاره امریکا د سعودي ستراتیژیکه ملګرې ده.
''د بایډن اداره به د تېر پرتله پر بشري حقونو ډېر ټینګار کوي، همدا یې په اجنډا کې شامله ده او دا چاره عمل غواړي، نه خبرې. ''



















