سعودي "څلور فعالانې په موقت ډول خوشې کړې"

پاریس کې د سعودي سفارت مخې ته لاریونیانې سعودي کې د نیول شویو ښځو د خوشي کولو په ملاتړ راوتلې دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاریس کې د سعودي سفارت مخې ته لاریونیانې سعودي کې د نیول شویو ښځو د خوشي کولو په ملاتړ راوتلې دي
د خپرېدو وخت

سعودي فعالان وايي، سعودي چارواکو په موقت ډول هغه څلور بندي فعالانې د محکمې په ضمانت خوشې کړې دي، چې له لوېدیځو خبریالانو او دیپلوماتانو سره د اړیکو لرلو په تور نیول شوې وې.

په دې سره د ریاض له خوا د خوشي شویو ښځینه فعالانو شمېر ۷ ته رسېدلی.

سعودي چارواکو تېر کال ۱۲ فعالانې نیولې وې. دا نیونه ښځو ته په هېواد کې د موټر چلونې د اجازې له ورکولو سره هم مهاله وه.

لوی څارنوال هغه مهال ویلي وو، دا نیونه د هېواد له ګټو سره د دوی د کړنو په مخالفت کې ترسره شوې.

ریاض د لوېدیځو هېوادونو له خوا د ښځینه فعالانو د خوشي کولو تر فشار لاندې و.

د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ویلي، د پنجشنبې په ورځ په خوشي شویو فعالانو کې هتون الفاسي، امل الحربي، میساء المانع او عبیر النمنکاني دي.

چارواکو شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم درې نورې فعالانې خوشې کړې وې: رقیة المحارب، ایمان النفجان او عزیزة الیوسف.

لجين الهذلول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الهذلول یوه له هغو فعالانو ده چې ادعا لري په بند کې سخته ربړول شوې او جنسي تېری پرې شوی.

خو تېره میاشت یې د فعالانو او لیکوالو په ګډون ۹ نور کسان ونیول، چې دوو یې امریکايي تابعیت هم درلود.

د فعالې لجین الهذلول - چې لاهم بند کې ده، وروڼو ویلي، خور یې د سعودي چارواکو اړوند کسانو سخته ربړولې، ځکه په هغه تور چې نیول شوې اعتراف یې نه دی کړی.

الهذلول یوه له هغو فعالانو ده چې ادعا لري په بند کې سخته ربړول شوې او جنسي تېری پرې شوی.