کاناډا د ډونلډ ټرمپ ملاتړې ډله 'ویاړمن هلکان' ترهګره وبلله

د عکس سرچینه، Reuters
کاناډا د "ویاړمنو هلکانو" یا (پراوډ بوایز) په نوم د امریکا ښۍ لاسې توندلارې ډله چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملاتړ کوي د ترهګرو نوملړ ته ور زیاته کړه.
دا پرېکړه د کاناډا حکومت ته اجازه ور کوي چې د دې ډلې اړوند شتمنیو پر کنګلولو سربېره یې غړي هم د تاوتریخوالي او ورانکارۍ په تور تعقیب کړي.
د کاناډا د امنیت وزیر بیل بلیر وايي، د امریکا پر کانګرس د جنورۍ ۶ برید کې د دې ډلې د غړو د مهم رول او ګډون له امله یې دا پرېکړه کړې ده.
ویاړمن هلکان داسې ښي اړخې توندلارې ډله ده چې غړي یې تول نارینه او د کډوالۍ مخالف دي.
دا ډله سیاسي پېښو کې د تاوجن ټکر مخینه لري.
د "وایس" رسنیزې ټولګې یوه بنسټګر ګوین مک اینز- چې د کاناډا دی- پر ۲۰۱۶ کال د دې ډلې جوړولو کې مرسته وکړه.
خو وایس خپرونې تېرو څلورو کلونو کې هڅه کړې چې له مک اینز او ویاړمنو هلکانو خپل دریځ بېل وساتي.
ویاړمن هلکان د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خپل ملاتړ د لیبرټرانېزم یا اختیارپالنې او دودیزو جنسي باورونو له امله بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ډلې نوم تېر اکتوبر د ډونلډ ټرمپ او جو بایډن لومړنۍ تلوېزوني مناظره کې جوت شو.
کله چې د توندلارو ښي اړخو او سپین پوستپالو ډلو د غندلو لپاره پر ښاغلي ټرمپ د مناظرې ویاند او جو بایډن فشار ډېر شو، نو نوموړي د دې غبرګون کې د دې ډلې غړو ته وویل: "ویاړمنو هلکانو، یو موټی او تیار پاتې شئ".
د دې ډلې غړو د ښاغلي ټرمپ خبرې داسې ګڼلې وې چې نوموړي له دوی غوښتي ځان تیار کړي.
وروسته بیا ټرمپ یو ځل هڅه وکړه چې د تاوتریخوالي او توکمپالنې غندلو سره له دې ډلې ځان لرې وښيي.
کاناډا له هغه وروسته ویاړمن هلکان د خپل هېواد د ترهګرو نوملړ ته زیاتوي چې یوه اوونۍ د امریکا د کورني امنیت وزارت خپل هېواد کې د توندلارو ډلو د تاوجنو پېښو په تړاو سخت امنیتي خبرداری ور کړ او د کورنۍ ترهګرۍ د خطر اندېښنه یې وښوده.
د فبرورۍ پر دریمه د کاناډا د امنیت وزیر هم دغه هېواد کې له "ایډیالوجیکو او توندلارو دریځونو د پیدا کېدونکي ګواښ له ودې" اندېښنه وښوده.
کاناډا کې ویاړمن هلکان

د عکس سرچینه، Reuters
ویاړمن هلکان کاناډا کې هم څانګه لري، خو پخوا باور دا و چې دغه هېواد کې دا ډله ختمه شوې ده.
د امریکا پر کانګرس د جنورۍ ۶ برید کې دوه بریدګر کاناډايي وو، دوی په داسې مهال ځانونه تر پلازمېنې واشنګټن رسولي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې تړلې وي.
د دې برید اړوند یوه انځور کې د بریدګرو لاس کې د کاناډا بیرغ هم شته.
کاناډا لومړنی هېواد دی چې ویاړمن هلکان یوه ترهګره ډله بولي.
دغه هېواد تر دې مخکې د امریکا دوه نورې ښي لاسې توندلارې ډلې- "شل جبهه" او "اټموافن جبهه"- هم د خپل هېواد د ترهګرو نوملړ ته اچولې وې.






















