ټرمپ وایي د جو بایډن د لوړې مراسمو ته به نه ورځي

Trump

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل هېواد د یوه پخواني دود برعکس وايي، د ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي.

نوموړي په یوه یوه ټویټر پیغام کې وویل:

''هغو ټولو ته چې پوښتنه یې کړې، زه به د جنورۍ پر ۲۰ مه د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره نه ورځم. ''

ولسمشر ټرمپ به د امریکا په تاریخ کې څلورم داسې ولسمشر وي، چې د ټاکل شوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې ګډون نه کوي.

وروستی ځل په ۱۸۶۹ کې د هغه مهال ولسمشر انډریو جانسن د نوي ټاکل شوي ولسمشر یولیسز ګرانټ د لوړې مراسمو ته له ورتلو انکار کړی و.

ځینې رپوټونو کې ویل شوي، نوموړي پلان درلود چې د مراسمو پر مهال سکاټلنډ کې خپل ګالف لوبغالي ته لاړ شي، خو د سکاټلنډ حکومت مشر نکولا سټرجن وايي، هلته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې چې دیموکرات ګوند له دندې د نوموړي ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

دیموکراتان وايي، د چهارشنبې پر ورځ ده خپل پلویان لمسولي و، چې د امریکا کانګرس پر ودانۍ وروختل.

د نوموړي مخالفان وايي، داسې احتمال هم شته چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره راتلونکې اونۍ د رایو اچولو غوښتنه وکړي.

بل لور ته په واشنګټن کې ځايي پولیس وايي، د چهارشنبې ورځې پېښه کې د لاس لرونکو کسانو په هکله یې له زرګونو کسانو معلومات تر لاسه کړي دي.

پولیس او څېړونکې ادارې ایف بي ای د هغو کسانو تصویرونه پر یوه ځانګړې وېبپاڼه خپاره کړي چې دوی وايي، د چهارشنبې ورځې په اړودوړ کې د کانګرس ودانۍ ته ننوتي وو.

ایف بي ای د هغه سړي په هکله د معلوماتو بدل کې د ۵۰ زره ډالرو ډالۍ اعلان هم کړی چې د جمهوریتپال او دیموکرات ګوندونو په مرکزونو کې یې پایپ بمونه ځای پر ځای کړي وو.

ټرمپ: د جنورۍ پر ۲۰ به نوی حکومت لوړه وکړي

WHITE HOUSE VIA TWITTER

د عکس سرچینه، WHITE HOUSE VIA TWITTER

د عکس تشریح، دا لومړی ځل دی چې ټرمپ ټاکنو کې ماتې مني.

له دې مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر کانګرس د خپلو پلویانو له چپاو یوه ورځ وروسته چې نړیوالې غندنې سره مخ شوې د واک منظم لېږد ته خپله ژمنتیا وښوده.

ښاغلي ټرمپ وویل، د جنورۍ پر شلمه به نوی حکومت لوړه وکړي او زیاته یې کړه، چې دی اوس د واک پر "ارام، قانونمن او روان" لېږدولو تمرکز لري.

نوموړی خپل ویډیو پیغام کې د خپلو پلویانو د چارشنبې ورځې بلوا "وحشیانه برید" بولي او غندي یې:

"زه هم د نورو امریکایانو په څېر تاوتریخوالي، بې قانوني او ګډوډي غوسه کړی یم. "

د هغه دا خبرې په داسې مهال دي چې لوړپوړو ډیموکراټانو ترې غوښتي تر ټاکلي وخت- یانې ۱۳ ورځو مخکې- له سپینې ماڼۍ ووځي او واک پرېږدي.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د نومبر ولسمشرۍ ټاکنو کې د ماتې منلو لومړنۍ ښکاره خبرې بلل کېږي.

نوموړي په دغه کلېب کې بیا هم په سختۍ ټاکنو کې د درغلۍ هغه بې سنده ادعا وکړه، چې له مخې یې د چارشنبې په ورځ هم له سپینې ماڼۍ بهر د ده ملاتړي غونډ شوي وو او وروسته یې پر کانګرس چپاو ور ووړ.

د ولسمشر ټرمپ د ملاتړو دې کار سره د کانګرس غونډه وځنډېده، چې په ټاکنو کې د جو بایډن د رسمي بري د اعلانه لپاره جوړه شوې وه.

په دغه چپاو کې څلور کسان ووژل شول او تر ۱۴ پولیس ټپي شول.

د دې تاوتریخوالي له امله ۶۸ کسان هم نیول شوي دي.

د ډونلډ ټرمپ د پلویانو دې کار ته په کور او بهر پراخ غبرګون وښودل شو.

د استیضاح غوښتنه

Protesters seen all over Capitol building where pro-Trump supporters riot and breached the Capitol

د عکس سرچینه، Getty Images

اوس د امریکا کانګرس کې د ولسمشر ټرمپ مخالفان له نوموړي غواړي چې نور له ولسمشرۍ دفتر ووځي او هم استازو جرګه کې وکیلان ګواښ کوي چې که داسې نه کېږي استیضاح به یې کړي.

په مشرانو جرګه کې د ډیموکراټانو مشر چاک هومر- چې د جورجیا د ټاکنو نتیجې تایید سره د دې جرګې مشر کېږي- وايي، ډونلډ ټرمپ باید سملاسي له واک لرې شي:

"که داسې نه کوي، نو د کانګرس مشره نانسي پلوسي وايي، هغه یې استیضاح کولی شي."

د ولسمشر لرې کولو لپاره د جمهوریپالو ملاتړ هم پکار دی، چې یوازې څو کسان یې ملاتړ کوي.

د ډونلډ ټرمپ د ملاتړو دې چپاو ته غبرګون کې نانسي پلوسي او چاک هومر وايي، سپینه ماڼۍ کې د ښاغلي ټرمپ پاتېدل خطرناک دي او باید د اساسي قانون د ۲۵ متمم یا بشپړاند له مخې له دندې لرې شي.

مېرمن پلوسي او هومر دا ګواښ هم کړی چې که مرستیال ولسمشر او کابینه د دې بشپړاند له مخې د ډونلډ ټرمپ د بې واکه کېدو ګام پورته نه کړي، دوی به استیضاح ته مخه کړي.

مېرمن پلوسي چې له مایک پېنس وروسته امریکا کې د واک له مخې دریم ځای لري ګواښ کوي چې د استازو جرګې غړي د ډونلډ ټرمپ پر استیضاح ټینګار کوي.

د ټرمپ له وخت مخکې له واک لرې کول اسان دي؟

د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د ملاتړو چپاو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د ملاتړو چپاو

د امریکا د اساسی قانون ۲۵ بشپړاند مرستیال ولسمشر او د کابینې غړو ته واک ور کوي چې د "جسمي یا رواني وړتیا" نشتوالي حالت کې ولسمشر چارې مرستیال ته سپاري.

خو دا متمم نورې برخې هم لري چې پلي کول یې پېچلي او تر یوه برید سختوي.

له بلې خوا فیسبوک او ټوېټر ویلي چې د ښاغلي ټرمپ حسابونه تر نږدې دوو اونیو- سپنه ماڼۍ کې د نوموړي واک تر پای ته رسېدو- ځنډوي.

په دا مهال په ښاغلي ټرمپ د هغه څه له امله نیوکه کېږي چې د نوموړی له خوا د خپلو پلویانو پارول او تاوتریخوالي ته هڅول بلل کېږي.

ډېری سیاسي او پوځي چارواکي د خپلو پلویانو غونډه کې د ښاغلي ټءمپ د چارشنبې ورځې خبرې د کانګرس پر ودانۍ د برید لپاره لار برابروونکې بولي.

د ویډیو تشریح، د امریکا ټاکنې: د ټرمپ او بايډن وروستۍ مناظره